د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

" په افغان کرکټ بندیز په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې بندیزونه نه شي ختمولی"


په لندن کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په ننګه د افغانانو لاریون
په لندن کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په ننګه د افغانانو لاریون

د افغانستان د نارینه وو کرکټ له لوبډلې سره د پرېکون پر وړاندې لسګونه افغانانو د بریتانیا د پارلمان مخې ته لاریون وکړ او په خپلو شعارونو کې یې کرکټ د افغانانو یوازینۍ خوښي وبلله.

د افغانستان د نارینه وو کرکټ له لوبډلې سره د پرېکون پر وړاندې لسګونه افغانانو د بریتانیا د پارلمان مخې ته د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۶مه نېټه لاریون وکړ او په خپلو شعارونو کې یې کرکټ د افغانانو یوازینۍ خوښي وبلله.

دا لاریون داسې مهال ترسره کېږي چې تېره اوونۍ د برېټانیا د پارلمان ۱۶۰ غړیو د یوه لیک له لارې د انګلستان کرکټ بورډ نه غوښتي وو چې د اتلانو په جام کې له افغانستان سره له سیالۍ پرېکون وکړي.

همدارنګه د سویلي افریقا د سپورټ وزیر هم دا غږ بدرګه کړی و او د خپل هېواد د کرکټ ادارې ته یې ویلي و چې له افغانستان سره دې سیالي نه کوي.

لاریون کوونکو ویل چې د کرکټ په لوبډلې بندیز لګول به په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه کم نه کړي بلکې د نارینوو یو پراخ قشر به هم چې اوس یو ډول له کرکټ سره تړلي دي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د دغې لاریون یو تن ګډونوالې ډیوه پتنګ په خپلو خبرو کې وویل " په یو بندیز باندې بل بندیز له منځه نشو وړلای، که چېرته واقیعت هغه کسان غواړي د افغانستان له مېرمنو سره کومک وکړي او غواړي چې بدلون رامنځته شي، نو نورې لارې دې ولټوي."

دغو لاریون کوونکو په ورته وخت کې د کرکټ پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو د مخالفت ترڅنګ په افغانستان کې د ښځو د ښوونځیو د پرانستې او نورو حقوقو د ورکړې غوښتنه هم کوله.

آغلې پتنګ دا هم وویل چې که طالبانو په افغانستان د ښځو پر وړاندې ښوونځي بند کړي دي او د برېټانیا د پارلمان غړي په افغان ځوانانو د کرکټ لوبه بندوي، بیا یې په دې عمل کې له طالبانو سره کوم توپیر نشته.

د لاریون یو بل ګډونوال قمرزمان جبارخیل هم ویل چې پر افغان کرکټ بندیز په افغانستان کې روانې ستونزې نشي حلولای، بلکې لایې زیاتوي.

د نوموړي په وینا، هېچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانانو له ارزښتونو سره لوبې وکړي او یا ورته ستونزې جوړې کړي.

هغه زیاته کړه " نو نن که مونږ دلته د برېټانیا د پارلمان مخې ته راغلي یو همدغسې به نور ګامونه هم اخلو چې د دوی د دغه شومو اهدافو مخه ونیسو او د دوی راتلونکي پلانونه ناکامه کړو."

که څه هم دغو لاریون کوونکو ویره ښودلې ده چې که د افغان کرکټ پر وړاندې د بندیز روان کمپاین دوام پیدا کړي، نو ښايي اغېر وکړي، خو اوسمهال د انګلستان او سویلي افریقا د کرکټ ادارو د خپلو سیاستوالو غوښتنه رد کړې ده او د کرکټ نړیوالې شورا هم د اتلانو په جام کې د افغانستان ملي لوبډلې ګډون تاریخي بللی دی.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د اتلانو جام ( چمپینز ټرافۍ) سیالۍ د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د پاکستان او عربي متحده اماراتو په کوربتوب د ۸ هېوادونو په ګډون پیل شي چې افغانستان به پکې خپلې ګروپي سیالۍ له اسټرالیا، سویلي افریقا او انګلستان سره ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG