د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

د افغان کډوالو جبري ایستلو تاجکستان کې خلک غوسه کړي


تمکین او خور یې د ډیسمبر په اولسمه نیټه په جبري توګه له تاجکستان څخه افغانستان ته استول شوي دي.
تمکین او خور یې د ډیسمبر په اولسمه نیټه په جبري توګه له تاجکستان څخه افغانستان ته استول شوي دي.
لیکوالان : فرنګیز نجیب الله، علي شیر ظریفي او ملا رجب یوسفزاده

تمکين محراب الدین او د هغې خور خپل کور کې د غرمنۍ د چمتو کولو پر مهال وې چې د پوليسو افسرانو یې د کور ور وټکاوه.

دغو دوو افغانو ښځو ته وویل شول چې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې يوې حوزې ته ورسره ولاړې شي. خو د دې پر ځای چې حوزې ته يووړل شي، نږدې درې ساعته د پولې پر لور بیوول شوې او تر دې وروسته په زور افغانستان ته واړول شوې.

تمکین چې ورور يې هم له تاجکستانه شړل شوی وايي: "خور مې ژړل، او موږ د پولیسو افسرانو ته زارۍ کولې چې افغانستان ته مو بېرته مه لېږئ."

دا ۲۴ کلنه افغانه وايي، خپله یې او خوریې دواړو د تاجکستان د اوسېدو قانوني ويزې درلودې. خو د ایستلو څخه يوه ورځ دمخه پوليسو د دوی د اوسېدو اسناد ترې اخيستي ول.

تمکین او د هغې خور د هغو ګڼو افغانانو له ډلې څخه دي چې د وروستيو اوونيو کې له ګاونډي تاجکستان څخه ايستل شوي دي. اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۰ زره افغانان دا مهال په تاجکستان کې مېشت دي. د تمکین ورور، چې له دوی څخه بېل اوسېده، هم شړل شوی دی.

د افغان کډوالو دا ډول ایستلو یا شړلو په تاجکستان کې غوسه راپارولې ده؛ یوه داسې هېواد کې چې د چارواکو د نقد او اعتراضونو مخنیوی په کې عام دی.

افغان کډوال په جبري توګه په دې پل چې افغانستان او تاجکستان سره وصلوي افغانستان ته اړول کیږي.
افغان کډوال په جبري توګه په دې پل چې افغانستان او تاجکستان سره وصلوي افغانستان ته اړول کیږي.

هیڅ رسمي دلیل نه شته

د ډېرو شړل شويو افغانانو ويزې يا د پناه غوښتنې اسناد درلودل، خو بيا هم د قانوني پروسې پرته ناڅاپه د پوليسو له خوا وغوښتل شول او وشړل شول.

دغو کسانو ته اوس دا اندېښنه پیدا شوې چې ښايي په خپل هېواد کې د طالبانو د حکومت له خوا د غچ اخيستو او احتمالي خطر سره مخ شي. طالبانو له ۲۰۲۱ کال اګست راهېسې پر افغانستان بیا ځلي واکمني پیل کړې، خو د نړۍ هېڅ حکومت تر اوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د افغانستان هغه کونسلګري چې د طالبانو د حکومت استازولي کوي، د تاجکستان په ختیځ ښار خاروغ کې ده. د دغې کونسلګرۍ يو مامور چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي، ويلي: " د ډیسمبر په میاشت کې تاجکستان شاوخوا ۶۰ افغانان وایستل. د دوی اسناد سم ول. زه نه پوهېږم چې ولې وشړل شول."

د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت الله محمد زاده وايي، دی د دې شړنو څخه خبر نه دی. خو زياتوي چې د مهاجرت د اصولو د نه مراعاتولو پر مهال، بهرنيان شړل کېږي.

خو د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوالې ادارې (یو اېن‌اېچ سي ار) دفتر وايي، له تاجکستان څخه په شړل شویو افغانانو کې لږ تر لږه ۳۷ تنو یې د رسمي کډوالۍ سندونه لرل.

د پولیسو ځورونه

تاجکستان چې له افغانستان سره شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره پوله لري، د ثبت شویو او غیري ثبت شویو افغان کډوالو کوربه دی.
ځينې افغانان د لسیزو راهيسې هلته اوسېږي، خو يو شمېر نور د ۲۰۲۱ کال د اګست له پېښو وروسته چې د لوېديځ ملاتړ لرونکی افغان حکومت نسکور شو او طالبان واک ته ورسېدل، تاجکستان ته واوښتل.

تاجکستان کې د ډېرو افغان کډوالو مېشت ځای د دوشنبې ښار ته نژدې "وحدت" سيمه ده. ډېری افغانان تاجکستان د يو ترانزيټي هېواد په توګه کاروي او هلته د څو مياشتو يا کلونو لپاره تم کېږي څو لوېديځو هېوادونو ته د تللو لاره پيدا کړي.

لينا چې ۲۵ کلنه افغانه ده، وايي: "زه او خور مې شاوخوا دوه کاله په دوشنبې کې اوسېدو، بیا مو بهر ته د تګ اراده وکړه."

لينا په يو کافي‌شاپ کې د ګارسونې (ویټرې) په توګه کار کاوه، خو وايي: " تاجکستان کې مې خپل راتلونکی نه ليده."

هغې زیاته کړه: "د تاجک پوليس ډېر وخت افغانان ځوروي او رشوت ترې اخلي. په دوشنبه کې زموږ د کوڅې د پوليسو افسر خبر و چې زه افغانه يم؛ هر ځل به يې د اخراج ګواښ کاوه او پيسې به يې غوښتې."

رويا حفيظي بیا په ۲۰۲۰ کال کې له خپل مېړه او پنځو وړو اولادونو سره تاجیکستان ته کډه شوه. د تېرې مياشتې په یوه پېښه کې د هغې مېړه او څو نور افغانان د پوليسو حوزې ته بوول شول.

نوموړې وايي: "وروسته مې مېړه له سرحد څخه تليفون وکړ او ویې ويل چې شړل کېږي. مېړه مې يو عادي کارګر و. موږ هېڅ جرم نه دی کړی او هېچا ته مو ضرر نه دی رسولی."

حفيظي زياتوي، مېړه يې د کور يوازينی نفقه راوړونکی و. د هغه له اخراج وروسته نه د خوراک پيسې لري او نه د کور کرایې ته څه لري.

تاجکستان کډوالو او مهاجرينو ته د مالي ملاتړ یا ټولنیزو مرستو اسانتياوې نه ورکوي.

له دوشنبې بهر وحدت سېمه کې افغان کفي
له دوشنبې بهر وحدت سېمه کې افغان کفي

ممکن غچ

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوالې ادارې (یو اېن‌اېچ سي ار) دفتر د ډیسمبر په ۷مه يو بيان خپور کړ چې په کې یې ویلي وو، په زور له دې هېواده د افغانانو شړل د "سختې اندېښنې" وړ دي. يادې ادارې د تاجک حکومت وغوښتل چې له تاجکستان څخه د افغانانو جبري ایستل بند کړي او د هغو کسانو د خوندیتوب مسوليت واخلي چې په خپل هېواد کې یې ژوند له خطر سره مخ دی.

د ټولنیزو رسنيو ځينو تاجک کاروونکو دا اقدام غندلی دی.

تاجکستان او افغانستان د ژبنیو، کلتوري او تاريخي تړاوونو اوږد مخينه لري. تاجکان له خپل حکومت څخه غواړي چې د افغانانو د خوندیتوب لپاره زیات ګامونه واخلي.

د ټولنیزو رسنيو کاروونکي د تمکين شړل په ځانګړې توګخ غندي؛ هغې د دوشنبې د ټکنالوژۍ پوهنتون کې لوړې زده کړې بشپړې کړې وې.

تمکین وروستیو کې د ټولنیزو رسنيو له لارې شکايت کړی و چې خاوند يې چې هغه هم په تاجکستان کې اوسیده له "رواني پلوه ځورولې" کولې. دې ادعاوو تاجک چارواکي اړ کړل چې په دې اړه څېړنې وکړي.

اوس يو شمېر تاجکان اندېښنه لري چې تمکین ممکن په افغانستان کې د طالبانو له شکنجې يا حتی د مرګ له خطر سره مخ شي؛ طالبانو د ښځو پر زده کړو، کار او نورو حقونو سخت محدوديتونه لګولي دي.

يو شمېر نورو تاجکانو د ۱۹۹۰مو لسیزو د کورنۍ جګړې پر مهال يادونه کړې چې لسګونه زره تاجکان افغانستان ته تښتېدلي ول او هلته يې پناه اخيستې وه.

طالب چارواکو د دې راپور په تړاو د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو پوښتنو ته کوم ځواب نه دی ورکړی.

تاجکستان مخکې هم د کډوالو د ملګرو ملتونو ادارې له خوا په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د لسګونو افغانانو د اخراج له امله تر نيوکو لاندې راغلی و.

د افغان کډوالو د وروستيو ايستنو لړۍ داسې مهال روانه ده چې د ایران او پاکستان په شمول د افغانستان نورو ګاونډیانو هم د افغان کډوالو پر وړاندې د فشارونو د ډیرولو پالیسیو ته مخه کړې.

ايران ويلي چې ميليونونه افغانان به له خپلې خاورې بېرته واستوي. پاکستان هم له ۲۰۲۳ کال راهيسې نږدې ۸۰۰ زره افغانان ايستلي دي.

XS
SM
MD
LG