د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

کرکټ: په لندن کې یې افغانان په ننګه مظاهره کوي، د بشري حقونو څارونکي یې د بندیز غوښتنه کوي


د بشري حقونو څار سازمان د کرکټ له نړیوالې شورا « ICC» د افغانستان د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د زیاتېدونکو محدویتونو په خاطر د غبرګونونو په دوام تازه د بشري حقونو څار سازمان ویلي، چې د کرکټ نړیواله شورا « ICC» دې په افغانستان کې د سپورټ او کار په ګډون د ښځو د ټولو حقونو تر خوندیتوبه په دغه شورا کې د افغانستان غړیتوب وځنډوي.

د دغه سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدربار نن پنجشنبې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

" د کرکټ نړیواله شورا دې په دې شورا کې د افغانستان غړیتوب او په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان غړیتوب او ګډون تر هغو وځنډوي چې افغان ښځې او نجونې خپلو حقونو ته نه وي رسیدلي، د ښځو په حقونو کې د لوبو او د زده کړو په ګډون ټول بنسټیز حقونه شامل دي، په داسې حال کې چې افغانې ښځې او نجونې له ټولو سپورټي فعالیتونو منع دي د کرکټ د نړیوالې شورا خپل اصول باید د افغانستان د ګډون مخه ونیسي."

خو دا چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د غړیتوب ځنډول او له نړیوالو لوبو یې راګرځول د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره څومره معقوله لاره ده اغلې هیدر بار د ازادي راډیو دې پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

د بشري حقونو څار سازمان پرون چهارشنبې ناوخته په خپله اېکسپاڼه کې د خپل پیغام په خپرولو سره د کرکټ له نړیوالې شورا ورته غوښتنه کړې وه او په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکي اقدامات غندلي وو.

د کرکټ نړیوالې شورا د بشري حقونو د څار سازمان د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې د کرکټ یوې مشهوري ویبپاڼي ESPNCRICINFO د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ویاند له قوله لیکلي چې د افغانستان کرکټ بورډ په دغه هېواد کې د خپل حکومت « طالبانو» د پالیسو مسوول نه شي ګڼل کیدای.

د تیرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د بریتانیا۱۶۰ سیاستوالو او د پارلمان استازو هم د انګلستان او ویلز له کرکټ بورډه وغوښتل چې راتلونکې فبروري میاشت د چمپینز ټرافي په سیالیو کې چې په پاکستان کې ترسره کېږي له افغانستان سره لوبه ونه کړي، خو د انګلستان کرکټ بورډ دغه غوښتنه رد کړې وه او ویلي و چې په دې اړه د کرکټ د نړیوالې شورا د ټولو غړیو د ګډ دریځ ملاتړ کوي.

مدني او د بشري حقونو یو شمیر فعالان بیا په دې اړه ویشلي نظرونه لري.

د بشري حقونو فعالې ماریا نوري ازادي راډیو ته وویل :

«زه د افغانستان پر کرکټ له بندیزه ملاتړ کوم، ځکه دا موضوع ما ته یوازې ورزشي نه ده بلکې یوه انساني او اخلاقي مسله ده، د کرکټ ټیم کولای شوای چې د افغان ښځو غږ شي او ملاتړ ترې وکړي خو داسې یې ونه کړل.»

خو ټاکل شوې چې نن پنجشنبه ناوخته په بريتانيا کې بیا د پارلمان مخې ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په ننګه اعتراضیه غونډه وشي.

د دغې غونډې یوه تنظیموونکي او مدني فعال فضل ربي شینواري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

«دلته میشت زرګونه افغانان چې د انګستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسیږي د غونډې لپاره د پارلمان مخې ته راټولیږي، د دې اعتراضیه غونډې هدف د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم او د نجونو د زده کړو ملاتړ دی، په پریکړه لیک کې به د کرکټ له نړیوالې شورا، د انګلستان له کرکټ بورډ او نورو هېوادونو په کلکه غوښتنه وشي چې د کرکټ مسله سیاسي نه کړي او د تحریم پرځای دې یې بشپړ ملاتړ وکړي.»

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میروس اشرف د دغه راپور ترخپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د کرکټ ځینو مشهورو لوبغاړو وخت ناوخت په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ځانګړې توکه د زده کړو په اړه غږونه پورته کړي دي. وروسته له دې چې طالبانو د ښځو خلاف د اقداماتو په لړ کې د ښځو او نجونو پر نیمه طبي زده کړو بندیز ولګاوه، د افغانستان د کرکټ دوو نامتو لوبغاړو راشد خان او محمدنبي د طالبانو دا پرېکړه وغندله او له هغو یې وغوښتل چې تجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د یادونې ده چې شپږ ورځې وړاندې افغاني الاصله اسټرلیایۍ ریتا انوري چې د اسټرلیا د کرکټ فرهنګي سفیره ده او د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي ټیم په جوړولو کې یې فعاله ونډه لرله له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د کرکټ پر ټیم بندیز او یا لوبه نه کول د حل لاره نه ده او نړیوال باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سمون لپاره پر نورو لارو چارو فکر وکړي.

XS
SM
MD
LG