ملګرو ملتونو په یوه بیان کې، چې پرون یې خپور کړ، د دې یو اساسي علت اقلیمي بدلون یاد کړ، چې د خلکو وړتیا محدودوي چې خپلو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.
په کابل کې پرون د اقلیم بدلون ملي کنفرانس ترسره شو. په دې غونډه کې د طالبانو د یو شمېر چارواکو ترڅنګ د یو شمېر بهرنیو هېوادونو دیپلوماتانو، د غیر دولتي موسسو او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو استازیو برخه اخیستې وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا دې غونډې ته د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو مسئله به تعقیب کړي.
یوناما په خپله ایکس پاڼه کې د اغلې اوتونبایوا په وینا لیکلي دي چې اقلیمي تغییرات افغانستان لا هم ډېر اغېزمنوي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې پخواني مرستیال ولي مدقق ازادي راډیو ته د اقلیم د بدلون یوې اغېزې ته په اشارې سره وویل:
«د اقلیم د بدلون منفي پایلې په افغانستان کې، یا یو له منفي پایلو څخه یې دا ده چې موږ بې وخته ورښتونه لرو، خصوصاً کله چې زموږ هېوادوال اوبو ته اړتیا لري یا ورښتونو ته ضرورت لري، هغه وخت اوبه او ورښت نه وي، او کله چې ضرورت نه ورته لرو، په هغه وخت کې ډېر زیات ورښت کېږي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په یوه راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۵ کال کې به د افغانستان نژدې نیمایي نفوس، یعنې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه افغانان د اوږدمهاله او شدیدو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړي.
د اوچا د راپور له مخې، د افغانستان نازک اقتصاد، طبیعي پېښې او د اقلیم له امله رامنځته شوې ستونزې له سیمهییزې سیاسي بېثباتۍ سره یوځای شوې دي چې د بیا رغونې مخه یې نیولې ده. په دې راپور کې له څو لسیزو راهیسې جګړې هم د رغونې د درېدلو یو عمده عامل بلل شوې دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې بیکاري او فقر شاوخوا ۴۸ فیصده نفوس اغېزمن کړی دی.
د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې په وینا، په افغانستان کې ۲۱ میلیونه خلک د اقلیم د بدلون له امله د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
ملګرو ملتونو هم په خپل راپور کې افغانستان له هغو لسو هېوادونو څخه یو بللی چې اقلیمي تغییرات پرې ډېر تاثیر کوي.
د جرمني اژانس په یوه راپور کې، چې د چهارشنبې (د جنورۍ په ۱۵مه) یې خپور کړ، لیکلي دي چې افغانستان د اقلیمي ناورینونو په وړاندې ډېر زیانمنونکی دی او په روان ۲۰۲۵ کال کې په دغه هېواد کې د ډېرو سختو سیلابونو اټکل کېږي، لکه تېر کال چې راغلل، کورونه یې وران کړل، زراعتي ځمکې یې ویجاړې کړې او خلک یې بېځایه کړل.