په کندهار کې د سرو زرو سوداګر وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د دوی کاروبار په بېساري ډول ټکنی شوی دی. د کندهار ښار د "چهارسو" بازار، چې د سرو او سپینو زرو د پلور مرکز ګڼل کېږي، اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د پولیو د مخنیوي نړیوال سازمان وايي، په ژنیو کې د روغتیا د نړیوال سازمان د اجراییوي پلاوي په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د روغتیا وزارتونو ګډونوالو استازو ویلي دي چې دوی په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس د خپرېدو د زیاتوالي شاهدان دي.
په افغانستان کې ځینې ځوانان وایي چې د بوختیا لپاره ډېر وخت په ټولنیزو شبکو کې تیروي. دوی ازادي راډیو ته وویل چې په مجازي نړۍ کې بوختیا یې عادت ګرځېدلې او هره ورځ د څو ساعتونو لپاره تفریحي او معلوماتي موضوعات پکې څاري.
هغه درې یرغمل اسراییل ته ورسیدل چې نن د ورځې په پیل کې حماس ډلې په غزې تړانګه کې آزاد کړي اود په سلګونو کسانو په وړاندې یې ښودلي و. د اسراییل او حماس ترمنځ د شوي اوربند د موافقې په دغه پړاو کې به اسراییل نن له خپلو زندانونو په لسګونو فلسطیني بندیان خوشې کړي.
د ساتنې نړیوال کلستر GPC او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري UNHCR وایي تېر کال کې د طالبانو حکومت د خپلو سختو او د دوی په ټکو”تبعض امیزه” پالیسو په وسیله د نورو خلکو تر څنګ افغان ښځې او نجونې سختې ځپلي دي.
اکپس ACAPS سازمان په خپل تازه راپور کې وايي په افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو سره، د متحده ایالاتو د بشرپاله عملیاتو ځنډول به د افغانستان پر خلکو د پام وړ اغیز ولري.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه لا زیات شوي، د ملګروملتونو د کډوالو لویه کمیشنیري وایي، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې چې دې هیواد له خپلې خاورې د ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی، تر اوسه له اتو لکو زیات افغان کډوال له هغه هیواده ایستل شوي دي
ټاکل شوې چې په غزه کې د اوربند لپاره د شوې موافقې په ترڅ کې حماس نن شنبې څو نور یرغمل خوشي کړي او اسراییل به یې هم په بدل کې لسګونه بندیان خوشې کړي.
د طالبانو حکومت تایید کړه چې د دوی د ادارو اسناد هک شوي، خو وايي چې ډېری لیک شوي اسناد د پخوانیو کلونو دي.
د تهران یوه قضايي چارواکي په دې ولایت کې د زرګونو زیانمنو افغان ماشومانو د تشخيص او پېژندلو خبر ورکړی دی.
د بې پولي خبریالانو ټولنه (RSF) په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د رسنیو په فعالیتونو د بندیزونو زیاتېدل غندلي دي.
د بریتانیايي سیاستوالو له غوښتنې سره سره د انګستان کرکټ بورډ « ECB» وايي چې د روانې میاشتې د چیمپینز ټرافۍ (د اتلانو جام) سیالیو کې به له افغانستان سره لوبه بایکاټ نه کړي.
نور راوښيه