د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

حماس او اسراییل به نن نور کسان خوشي کړي


ټاکل شوې چې په غزه کې د اوربند لپاره د شوې موافقې په ترڅ کې حماس نن شنبې څو نور یرغمل خوشي کړي او اسراییل به یې هم په بدل کې لسګونه بندیان خوشې کړي.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپور له مخې دغه اقدام د دې څرګندونه کوي چې د غزې لپاره د امریکا او د اسراییل له پلانونو سره سره چې په دې وروستیو کې یې مطرح کړي، په غزه کې کاواکه اوربند په خپل حال دی.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې چې له غزې څخه دې ټول فلسطینیان د سیمې نورو هیوادونو ته ولیږدول شي او امریکا غواړي د غزې چارې په لاس کې واخلي چې وروسته اسراییلي چارواکو هم هغه بدرګه کړي، پر فلسطینانو سربیره د اسلامي او نورې نړۍ له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي. خو له دغو لانجمنو څرګندونو سره په سیمه کې د نافذ شوي اوربند د ساتلو لپاره هم هڅې روانې دي.


یوه اسراییلي چارواکي چې په دې اړه تر رسمي اعلان مخکې یې د خبرو کولو صلاحیت نه درلود او نوم یې پټ ساتل شوی، تایید کړې چې حماس د درې خوشې کیدونکو یرغملو نومونه ورسپارلي چې ټول یې نارینه او د ۳۴ او ۵۶ کلونو ترمنځ دي.

دا به د حماس او اسراییل ترمنځ د یرغملو او بندیانو د خوشې کولو پنځم پړاو وي چې په غزه کې د جنورۍ د میاشتې په نولسمه د نافذ شوي اوربند د موافقې له مخې اجرا کیږي.

اسراییل به د حماس له لوري د درې یرغملو د ازادیدو په بدل کې نن شنبې له خپلو زندانونو ۱۸۳ فلسطیني بندیان خوشې کړي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د فلسطیني بندیانو یوې مدافعې ټولنې ویلي چې د اسراییل له خوا په خوشې کیدونکو فلسطیني بندیانو کې اتلس هغه بندیان هم شامل دي چې په عمري بند محکوم شوي. ۵۴ یې د اوږده قید بندیان ښودل شوي او ۱۱۱ تنه یې د غزې هغه اوسیدونکي دي چې پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې له برید وروسته د اسراییل د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.


د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر هم تایید کړې چې د هیواد پوځ او د استخباراتو ادارې یې د یرغملو نوملړ ترلاسه کړی او کورنیو ته یې هم خبر ورکړی دی.

د دواړو لورو ترمنځ د یرغملو او د بندیانو د تبادلې د تیرو څلورو پړاوونو په ترڅ کې حماس دیارلس اسراییلي او پنځه ټایلنډي یرغمل خوشې کړي او اسراییل هم شاوخوا ۵۸۳ فلسطیني بندیان آزاد کړي دي.


په غزه کې د جګړې د دریدو لپاره د شوې موافقې له مخې چې په دریو پړاوونو کې عملي کیږي، غزې ته د بشري مرستو لیږد هم شامل دی.

د اسراییل هغې پوځي ادارې چې غزې ته د مرستو رسولو د چارو د همغږۍ مسوله ده، د جمعې په ورځ وویل چې تیره اوونۍ پر بشري مرستو بار ۴۲۰۰ لارۍ غزې ته ننوتي او له کله چې اوربند نافذ شوی په څه باندې دوولس زره لاریو کې بشري مرستې غزي ته رسول شوي دي.

د فرانسپرس آژانس پهپر اساس، دا هغه شمیر دی چې د اوربند په اړه د شوې موافقې له شرط سره سمون لري.

په دې موافقه کې ویل شوي و چې باید هره ورځ پر بشري مرستو بار لږترلږه ۶۰۰ لاریو ته اجازه ورکړل شي چې د غزې اوسیدونکو ته، چې سخت اړ دي، مرستې ورسوي.

XS
SM
MD
LG