سعودي عربستان، په پام کې لري چې د امریکا له متحده ایالاتو سره خپله پانګونه او سوداګري ۶۰۰ ملیارد ډالرو ته زیاته کړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس یو شمیر استازو، د کډوالو د بیا مېشتېدو د پروګرام د ځنډولو په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي اجرايي فرمان د پایلو په اړه خبرداری ورکړی.
د کریم خان د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د راټولو شویو شواهدو پر اساس، د دغو طالب مشرانو د نیولو لپاره معقول دلایل شته.
د طالبانو حکومت د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون، ادعا کوي چې بهرني اتباع، په ځانګړي ډول پاکستانیان او تاجکستانیان، په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې دننه د بریدونو په طرحه او ترسره کولو کې ښکیل دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا «یوناما» وايي په افغانستان کې طبعي یخچالونه د ویلي کېدو په حال کې دي.
په داسې حال کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د سولې د موافقې لپاره غوښتنې زیاتې کړې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د اروپا د سوله ساتو ځواکونو د ۲۰۰ زره کسیز ټیم د جوړولو وړاندیز وکړ.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې د هوا له سړېدو سره، افغان ماشومان د تنفسي ناروغیو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
د ناروې د کډوالو شورا (NRC) وايي، میلیونونه افغان کډوال په خورا ناهیلي کوونکو شرایطو کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د شړلو له ګواښ سره مخامخ دي.
په جرمني کې د یوه ماشوم او یوه سړي تر وژلو او د دریو کسانو تر ټپي کیدو وروسته پولیسو یو افغان د قتل په تور ونیو.
د ناروې د کډوالو د شورا مشر د امریکا له متحد ایالتونو وغوښتل چې افغانستان ته بشري مرستې بندې نه کړي.
د طالبانو په حکومت کې سرچینې د ټرمپ هغه غوښتنه رد کړې چې ویلي یې دي په افغانستان کې د دوی پاتې شوي پوځي تجهیزات دې بېرته ورکړل شي.
دغې کمېټې د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۱مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې له دې وروسته به د «افغانستان لپاره د پیوستون کمېټې» په نوم له هېواده بهر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
نور راوښيه