د ویانا بهیر د پنځمې ناستې یو شمېر ګډونوال وايي، چې په ناسته کې له هرې شونې لارې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې او د یوې ملي اجماع د جوړولو پر سر سلا شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ظاهره په اوکراین کې د روسیې د یرغل په تړاو د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ملامت کړی دی. ټرمپ ویلي، دی پر دې " خواشینی " دی چې زلنسکي په سعودي کې د امریکایي او روسي چارواکو په خبرو کې له ګوښه پاته کېدو شکایت کړی دی.
کابل کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې ده چې ددې ډلې د مشر د پرېکړو، په تېره بیا د نجونو د زدهکړو د مخنیوي په اړه د دریځ له امله د طالبانو د کابینې ډېری وزیران خوابدي دي او ځینو یې استعفاوې کړي چې نه دي منل شوي. خو د طالبانو یوې بلې سرچینې بیا ازادي راډیو ته دا رد کړې ده.
مصري چارواکي وایي، د غزې د بیا رغونې داسې طرحه جوړوي چې اوسیدونکي یې په خپلو مېنو کې پاته شي. دا اقدام وروسته تر دې کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د غزې اوسیدونکي په بېلابېلو عربي هېوادونو کې میشتوي.
په ویانا کې د طالبانو را غونډ شوي سیاسي او پوځي مخالفان وایي، د افغانستان د راتلونکې لپاره یې " جامع طرحې" جوړې کړي. دغه لسګونه سیاسي څېرې د ویانا بهیر پنځمه غونډه کې راټول شوي چې پرون سه شنبه پيل او نن هم دوام کوي. د طالبانو حکومت بیا دغه ډول غونډې " تکراري او بې ګټې" بولي.
په هلمند کې د جګړو له امله د زرګونو معلولینو ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چې د مرستو کمښت او د معلولینو د امتیازاتو ځنډېدو یې وضیعت لا کړکېچن کړی دی.
د بریټانیا دفاع وزارت منلې چې د بیا مېشتېدنې لپاره له ۲ زرو زیاتو افغان پخوانیو کمانډو ځواکونو غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.
دا ناسته، چې " ویانا بهیر پنځمه غونډه" بلل شوې، د طالبانو د مخالفو جبهو مشرانو، یو شمېر افغان سیاستوالو، مدني فعالانو، او ښځینه فعالانو په ګډون جوړه شوې، چې هدف یې د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې نقشه جوړول ښودل شوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستان سره د اوبو د وېش پر سر اختلاف لا هم نه دی حل شوی.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو او روس سیال یې سیرګي لاوروف او له دواړو خواوو نور جګپوړو چارواکو نن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې پیل کړې.
د افغانستان د تکواندو تنکیو ځوانانو په پاکستان کې د اسیا د اوومې دورې ازادې سیالۍ وګټلې.
نور راوښيه