د افغانستان د بشري حقونو د مرکز په نوم یو بنسټ وايي، طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر دیني مدرسې، جهادي او د راپور په وینا د طالبانو د ایډیالوژۍ د خپرېدو مرکزونه جوړ کړي دي.
د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډیدو، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیو د ټیټیدو او له امله یې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو د لوړوالي سره همهاله، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله به په روان ژمي کې د ۱۵ میلیونو اړمنو افغانانو له ډلې، نیمايي ته مرستې ورسولای شي.
د پاکستان د مشرانو جرګې هغه لایحه تصویب کړه چې د څارونکو په باور په دې هېواد کې د بیان آزادي محدودوي.
د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخونزاده وايي، دوی د لوېدیز او ختیز له اخطارونو نه متاثره کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې د نجونو او ښځو له حقونو نیولې تر ملکي مرګ ژوبلو، اعدامونو او بدني مجازاتو پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
اسراییل وایي چې د هغه لیست پر اساس چې د یکشنبې په شپه یې د حماس له خوا ترلاسه کړی، له هغو ۳۳ یرغمل شویو څخه چې د اوربند او د یرغمل شویو د آزادۍ په لومړني پړاو کې له غزې څخه خوشې کېدل، اته تنه مړه شوي دي.
د زهرو کاروان په دی خپرونه کې په معتادانو کې د ريلپس یا تر درملنې وروسته د بیا معتاد کېدو په اړه بحث شوی.
نن دوشنبه په افغانستان کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت بیرته لوړ شو. په کابل کې يو ډالر په ۷۸ افغانیو بدلیده په داسې حال کې چې د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د یکشنبې په ورځ د یو امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه ۸۱ ته لوړه شوې وه.
په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د امریکا د بهرنیو چارو د نوي وزیر مارک روبیو د هغه ګواښ په ځواب کې چې د طالبانو پر لوی مشر به لوړه جایزه اعلان کړي، نوموړي ته خبرداری ورکړ.
د یوه یوټیوب چینل چلوونکی او مسول مدیر سید رحیم سعیدي، د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو په تور د طالبانو له خوا په درې کاله بند محکوم شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پرېکړه غندلې او له ځنډ پرته یې د نوموړي د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
اسراییل دې کورنیو ته وروسته له هغه خپلو ویجاړو مېنو ته د ستنېدو اجازه ورکړه چې حماس ډلې د اونۍ په پیل کې د دریو اسراییلي برمته وو له خوشې کولو او د اسراییلو پوځ د غزې له اصلي دهلیزې څخه له وتلو سره موافقه وکړه.
د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاینونو د اوسني تطبیق د څرنګوالي په اړه اندېښنه لري او دا طریقه اغېزمنه، او ټولو ته د لاسري وړ نه بولي. دوی وایی د پولیو واکسین باید کور په کور وي ځکه نشي کولی خپل ماشومان هغو ځانګړو ځایونو ته بوځي چې د واکسین لپاره ټاکل شوي دي.
نور راوښيه