د ارزګان ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږکال په دغه ولایت کې پر ۲۷ زره هیکټاره مځکه غنم کرل شوي، چې تمه ده راتلونکی کال به شاوخوا ۹۱ زره متریک ټنه حاصل ورکړي.
په تاجکستان کې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو استازو د افغانستان د وضعیت په اړه شپږمه ناسته کړې.
فرانسې د اوکراین د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره دې هېواد ته د میراژ ۲۰۰۰ جنګي الوتکې وسپارلې.
د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د زړه ناروغانو شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی. د روغتون مسوولین وايي، یوازې په تېره یوه میاشت کې ۴۶ کسان د زړه د حملې له امله روغتون ته راوړل شوي، چې ځینې یې بستر شوي او ځینو ته د عاجلې درملنې اړتیا وه.
که څه هم زده کړې د هر وګړي اساسي او بنسټیز حق دی، خو ملګري ملتونه وايي، په ټوله نړۍ کې هر کال د بېلابېلو ستونزو او لاملونو له امله زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې کېږي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د بهرنیو مرستو او د افغان پناهغوښتونکو د منلو پروګرام د ځنډېدو په غبرګون کې، یوه ډله امریکايي سناتورانو د امریکا د دفاع، بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو ته په یو لیک کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د ځمکې، اقلیم بدلون او تنوع، مساوات او شمولیت د ترویج په اړه د پالیسیو له امله به د روانې میاشتې په وروستیو کې په سویلي افریقا کې د جي ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون ونه کړي.
د بښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامارد رویټرز اژانس ته وویل له غزې څخه په زوره د فلسطنیانو ایستل چې د دوی په خوښه نه وي، جنګي جنایت ګڼل کیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان د پاکستان د هغې پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې په زرګونو افغان کډوال چې متحده ایالاتو او نورو ځایونو ته د کډه کیدو په تمه دي، بیرته افغانستان ته استوي.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت هیله څرګندوي چې د کمال خان بند پروژه به د افغانستان د وچکالۍ کچه راټیټه کړي.
نور راوښيه