ځايي اوسیدونکي له حکومت او مرستندویه ټولنو غواړي چې زیانمنو شوو کورنیو سره دې بیړنۍ مرستې وکړې.
ټاکل شوې چې د افغانستان په شپاړلس ولایتونو کې سبا دوشنبه د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي.
د امریکا د استخباراتي ادارې، سې آی اې ویندوی پرون وویل، ډېر احتمال شته چې د کرونا وبا په طبیعي ډول نه بلکې له یوه لابراتوار څخه خپره شوې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، که طالبان تر هغه شمېر چې وړاندې ويل شوي "نور امریکايي يرغمل" ولري امریکا ښايي د طالبانو د جګپوړو مشرانو پر سر "ډېره لویه جایزه" وټاکي.
په افغانستان کې د افغانيو په وړاندې د ډالرو بیه نوره هم لوړه شوي ده. که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ډاډ ورکړی چې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره اړین اقدامات کوي خو نن د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۸۳ افغانۍ بدلیږي.
په جرمني کې د ځینو افغانانو له خوا د جرمونو له زیاتېدو او د دغه هیواد د چارواکو له توندو غبرګونونو ورسته اوس هلته یو شمیر افغانان وايي د دا شان اعمالو په وړاندې باید خپله افغانان هم لاس پکار شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د طالبانو پر مشرانو د القاعدې شبکې بنسټګر اسامه بن لادن پرتله لا لویه جایزه وټاکي.
د اسراییلو پوځ د لبنان د لسګونو کليو اوسېدونکو ته ويلي چې تر بلې خبرتيا پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شي.
امريکا ته د افغانانو د انتقال يو بنسټ افغان اېويک وايي د کډوالۍ د پروګرامونو په ځنډ سره ۲۰زره افغانان او کورنۍ يې سمدستي اغېزمن شوي او له بې برخليکۍ سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوبه کمېشنرۍ « یو ان اېچ سي ار» وايي چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه څه باندې ۱۴۵ زره کسان په افغانستان له طبعي افتونو اغیزمن شوي دي.
نور راوښيه