ننګرهار کې د ډاکټرانو او پوهنې ریاست ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، ښوونکي او متقاعدین د ډاکټرانو د فیس له ورکړې معاف شوي دي. ښوونکي چې ګڼې اقتصادي ستونزې لري او معاشونه یې هم په وخت نه ورکول کیږي د دې پریکړې هرکلی کوي او د عملي کېدو په هیله یې دي.
په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابیدو په اړه د خبرداریو او اندیښنو له زیاتیدو سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت له خوا په دې هېواد کې د څه باندې ۵۰ مرستندویه موسسو د فعالیتونو د ځنډېدو اعلان د خلکو اندیښنې زیاتې کړې دي.
نن د دلوې د میاشتې لسمه په افغانستان کې د متقاعدینو له ملې ورځې سره برابره ده. دا ورځ د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په ۲۹ د تېر جمهوري حکومت پر مهال د متقاعدینو د ملي ورځې په نوم ونومول شوه او د هغه مهال حکومت ژمنه کړې وه چې د متقاعدینو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې کوي.
د روسیې او اوکراین ولسمشرانو یوبل د سولې په وړاندې په خنډ جوړولو تورن کړي. پوتین ویلي چې د اوکراین ولسمشر مشروع ولسمشر نه دی، ځکه چې د واک موده یې پخوا پای ته رسېدلې، خو د اوکراین ولسمشر بیا وایي، پوتین د جګړې دوام ته پلمې لټوي.
د نژدې څلوریشت ساعتونو په تېرېدو لا هم خوست کې د یوې کورنۍ د ټولو غړو د وژلو انګیزه معلومه نه ده. د دغې کورنۍ لس غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، تیره شپه نامعلومه وسله والو ووژل. د پیښې په تړاو دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو د شمېر د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. دوی وایي، له پنځه کلونو کم عمره خوارځواکه ماشومانو شمېر به په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۳ اعشاریه ۵ میلیونو ته لوړ شي.
د اسلام اباد پولیسو پرون هغه مهال یوشمېر خبریالان و ډبول چې هغوی د سایبري یا انټرنیټي جرمونو د مخنیوي د قانون په ضد اعتراض ته وتلي وو. د دغه لانجمن قانون په وړاندې پر اسلام اباد سربیره د پاکستان یوشمېر نورو ښارونو کې هم خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو اعتراضونه کړي دي.
یوشمېر هغه افغانان چې امریکا ته د کډوالۍ (پي ۱) او (پي ۲) کېسونه لري، د امریکا د بهرنیو چارو او د کورني امنیت له وزیرانو غوښتي چې د دوی وضعیت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.
په داسې حال کې چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په تېزۍ سره روانه ده، د افغانستان یو بل ګاونډی هیواد، تاجکستان هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او په تېره میلادي میاشت کې یې په لسګونه افغان کډوال له خپل هیواده شړلي دي.
کابل کې یوشمېر دیني عالمانو د طالبانو د حکومت پر مشرتابه کلکې نیوکې کړي او دغه حکومت یې د واک په انحصار تورن کړی دی. دیني عالمانو دغه نیوکې پرون سه شنبه په کابل کې په جلا جلا غونډو کې کړي او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو د مرکز په نوم یو بنسټ وايي، طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر دیني مدرسې، جهادي او د راپور په وینا د طالبانو د ایډیالوژۍ د خپرېدو مرکزونه جوړ کړي دي.
نور راوښيه