د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي هره میاشت ۵۵ افغان ملکیانو ته د ماینونو په چاودنو کې مرګژوبله اوړي. اوچا دا خبره په خپله ایکس پاڼه لیکلې او ټينګار یې کړی چې سږ کال د ماین پاکۍ او د عامه پوهاوي لپاره نږدې ۲۲میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ویلي د سعودي عربستان له ولیعهد محمدبن سلمان سره یې د اړیکو د لا ښه والي او بشري او اقتصادي برخو کې پر هر اړخیزو همکاریو مفصلې خبرې کړي. سعودي عربستان د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال د بشار الاسد پرضد د یاغي ډلو مالي ملاتړ کاوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل هیواد ته د کاناډا، مکسیکو او چین د محصولاتو پر وارداتو تعرفې لوړې کړې.
د طالبانو حکومت د کابل د حضوري چمن د مالکیت د حق د ټاکلو او د دې ځای د مناسبې کاررونې لپاره د طرحې د عملي کېدو په موخه غونډه کړې ده.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په انفره کې د امریکا د نړیوالې سولې د بنسټ له استازو سره د د دې شورا د یو شمیړ غړو د لیدلو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر مینه وال د اتلانو جام سیالیو د نندارې او د خپلې لوبډلې د هڅولو په هدف غواړي پاکستان ته ولاړ شي خو دغه هیواد ورته ویزې نه ورکوي.
په دې ورستیو کې د افغان نجونو د زده کړو په ننګه د ځینو لوړ پوړو طالب چارواکو له څرګندونو ورسته یو شمیر نجونې او میرمنې وايي، طالبان باید د دوی د زده کړو په تړاوو عملي اقدامات وکړي.
نور راوښيه