د تېرې دوشنبې پر ورځ(د وږي ۱۶مه) باندې د پاکستان د طب او غاښونو د طب شورا پرېکړه کړې وه، چې په دغه هېواد کې پر طبي زدهکړو بوخت افغان محصلان دې خپل هېواد ته ستانه کړل شي؛ دې پرېکړې په پاکستان او له پاکستان څخه د باندې افغانانو ګڼ غبرګونونه راوپارول او شورا یې پر خپله پرېکړه بیاځلي غور ته اړ کړه.
پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو ۲۵ کاله تېر شول، هغه پېښه چې په افغانستان کې یې د بدلونونو لار بدله کړه. تر هغې وروسته افغانستان دوې لسیزې جگړې، ناامنۍ، بدلونونه او تازه فرصتونه تجربه کړل؛ هغه دوره، چې د نړۍوالو ځواکونو په وتلو او د طالبانو په بیا راتگ سره پای ته ورسېده.
د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو ۲۵ کاله وروسته، په افغانستان کې د القاعده د بیا حضور او فعالیت په اړه د کارپوهانو نظرونه سره وېشل شوي دي.
له ایران سره د امریکا او اسراییلو د جګړې له امله په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو کاګرانو معاشونه له ځنډ سره مخ دي. هلته پر کارونو بوختو یو شمېر افغانانو ازادۍ راډیو ته وویل، چې له میاشتو راهیسې له بېبرخلیکه حالت سره مخ دي؛ په افغانستان کې یې کورنۍ پیسو ته په تمه دي، خو د دوی تنخواوې ځنډېدلې دي.
په کابل کې د استوګنیزو بلاکونو جوړونکي یو شمېر شرکتونه وايي، په دې ورستیو کې د اپارتمانونو له اخیستلو سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده او بیې یې هم رالوېدلي دي. دوی یې لاملونه جګړه او نور مسایل بولي؛ خو د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو یو شمېر څښتنان د املاکو بازار او بیې په نورو عواملو پورې تړلې بولي.
د کابل ښار د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، دغلته ځینې درمل په بیه لوړ، خو په کیفیت خورا ټیټ دي؛ دوی وايي چې کله کله خو په درملتونونو کې آن تاریختېر درمل هم پرې پلورل شوي دي؛ دغه هر څه د دې لامل شوي دي، چې ناروغان په هېواد دننه درملنې بېباوره شي او د خپلې درملنې لپاره گاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.
په افغانستان کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستي سفرونه او له طالب چارواکو سره یې لیدنې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
په کندهار کې یوه خیریه ښوونیز بنسټ په میوند او ژیړۍ ولسوالیو کې ماشومانو ته د زدهکړو ټولگي جوړ کړي دي. د دغه بنسټ مسوولان وايي، دغه ټولگي یې هغو وړو نجونو او هلکانو ته جوړ کړي دي، چې رسمي ښوونځي نهلري او یا ترې لرې دي. ماشومان او د سیمې خلک د ښوونځیو په جوړېدو خوښ دي.
نور راوښيه