د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

حماس ډلې نن درې تنه نور اسراییلي یرغمل خوشې کړل


درې تنه اسراییلیان چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه برمته کړي وو، نن په غزه کې سره صلیب ته وسپارل شول
درې تنه اسراییلیان چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه برمته کړي وو، نن په غزه کې سره صلیب ته وسپارل شول

هغه درې یرغمل اسراییل ته ورسیدل چې نن د ورځې په پیل کې حماس ډلې په غزې تړانګه کې آزاد کړي اود په سلګونو کسانو په وړاندې یې ښودلي و. د اسراییل او حماس ترمنځ د شوي اوربند د موافقې په دغه پړاو کې به اسراییل نن له خپلو زندانونو په لسګونو فلسطیني بندیان خوشې کړي.

د اسوشیتید پریس خبري آژانس د راپورله مخې د دریو خوشې شویو اسراییلي یرغملو عمرونه ۵۶، ۵۲ او۳۴ کاله ښودل شوي او ویل شوي چې درې واړه د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبرپراومه پراسراییل د حماس د برید په مهال یرغمل شوي وو.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسراییل پر قلمرو د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ تنه نور حماس یرغمل کړل. دا په غزه کې د جنوري په نولسمه د نافذ شوي اوربند له مخې د یرغملو او بندیانو د تبادلې پنځم پړاو دی.

له دې مخکې په تېرو پړاوونو کې اتلس یرغمل او له ۵۵۰ زیات فلسطیني بندیان خوشې شوي دي.

دې اوربند چې د قطر، مصر او متحدو ایالتونو د مرکچیانو د هڅو پرمټ ټینګ شوی، په غزه کې پنځلس میاشتنۍ جګړه درولې ده. د غزې د روغتیا وزارت په وینا د اسراییل په غچ اخیستونکو بریدونو کې له ۴۷۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي چې له نیمایي ډیر یې ښځې او ماشومان دي.

Red Cross vehicles wait as Hamas fighters stand in formation ahead of a hostages release in Deir al-Balah, central Gaza Strip, Saturday Feb. 8, 2025. (AP Photo/Abdel Kareem Hana)
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې موټر په غزه کې د اسراییلي یرغملو خوشې کېدو ته ولاړ دی

د اسراییلي یرغملو ناړه وضعیت

حماس ډلې چې متحدایالات او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، نن د ورځې په پیل کې دا درې اسراییلي یرغمل، نړیوال سره صلیب ته له سپارلو مخکې په غزه کې د سلګونه کسانو په وړاندې په عام محضرکې راڅرګند کړل.

درې واړه یرغمل چې د وسله والو له خوا محاصره شوي و، ډنګر او ډیر کمزوري ښکارېدل. د اسراییل ولسمشر اسحاق هرزوګ وویل چې یرغمل شویو ۴۹۱ ورځې په دوزخ، لوږه، کمزوري او درد کې تیرې کړې دي.

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر پر هغې بڼې چې دغه یرغمل خوشې شوي، انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دوی ته هغه حیرانونکې صحنې د منلو نه دي چې د شنبې په ورځ ښودل شوي. دې دفتر په یوه بیان کې نه دي ویلي چې په وړاندې به یې څه ډول اقدام وکړي خو د یرغملو د خوشې کیدو پخوانیو پړاوونو ته په پام چې له ګډوډۍ سره مله و، د دې سبب شوي وو چې په څو مواردو کې د فلسطیني بندیانو د خوشې کیدو بهیر وځنډیږي.

د اسیرانو د تبادلې د بل پړاو لپاره تیارۍ

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د اسراییل د صدراعظم دفتر نن د یرغملو له خلاصون وروسته وویل چې یو پلاوی به د اوربند د بل پړاو د عملي کیدو پرلارو چارو د خبرو لپاره دوحې ته لاړشي.

د اوربند په دوهم پړاو کې به د اسراییل له زندانونو د نورو فلسطیني بندیانو او د حماس ډلې له خوا د نورو اسراییلي یرغملو د خوشې کیدو ډاډ ترلاسه کیږي او هم به په غزه کې په پشپړ ډول د جګړو د پای ته رسولو لپاره لاره پرانستل شي.

د چارو یوشمیر څارونکو د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په پام چې ویلي یې دي د غزې اوسیدونکي دي نورو هیوادونو ته ولیږدول شي، په غزه کې د دې نازک اوربند د دوام په اړه اندیښنه ښکاره کړې وه.

XS
SM
MD
LG