دغه مرکز د "د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د زده کړو د حقونو" په نوم په خپور کړي راپور کې د ګڼو نورو موضوعاتو ترڅنګ اندېښنه ښودلې چې د طالبانو د ایډیالوژۍ دغه مرکزونه له افغان ځوانانو اصلي زده کړې اخیستي چې په وینا یې په راتلونکي کې به خطرناکې پایلې ولري.
دغه ۳۴ مخیز څېړنیز راپور د جنورۍ په ۲۵مه لیکل شوی او پرون، دوشنبه، دغه مرکز پر خپل ایکس / پخواني ټویټر خپور کړی دی.
په راپور کې ادعا شوې چې طالبانو په ښوونځیو او دیني مدرسو کې له تعلیمي نصابه ځینې مضامین لرې کړي او پر ځای یې د "سخت دریځۍ" مضامین اضافه کړي دي. دا هغه څه دي چې ځینې دیني مدرسو مسؤلین او زده کوونکي یې هم ازادي راډیو سره په خبرو کې تاییدوي.
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکی، چې له تېرو شپږ نیمو کالونو راهیسې د یوې دیني مدرسې استاد او د یو سیمهییز ښوونځي امر دی، د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ د مدرسو او ښوونځي نصاب کې ځینې بدلونونه راغلي. ځینې مضامین دوی (طالبانو) د جمهوریت له سقوط وروسته ختم کړل لکه په ښوونځي کې د فرهنګ او معلوماتو مدني کتابونه لرې شوي. دغه شان په مدرسو کې د جهاد او پوهاوي په نوم کتاب اضافه شوی دی. زموږ د سپین غر ولسوالۍ کې مخکې ۲۰ ښوونځي او یوازې یوه رسمي دیني مدرسه وه، خو اوس یې فوق العاده شمېر زیات شوی، یعنې اوس دلته ۲۰ دیني مدرسې جوړې شوي دي."
په کابل کې د یوې مدرسې زدهکوونکې، چې د ورته ستونزې له امله یې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، او له تېرو ۷ کلونو راهیسې په دې مدرسه کې زده کړې کوي، ازادي راډیو ته وویل:
"د تېر جمهوري نظام چې ما هغه مهال هم دلته مدرسې کې درس وایه، د هغه وخت په پرتله مو اوس دلته درسونه پېچلي او بدل شوي دي، ځکه مخکې مدرسو کې د ډېریو مضامینو درسونه نه وه، خو اوس موږ دا درسونه وایو."
د دوی د ادعا پر بنسټ، جهادي مرکزونه له عادي دیني مدارسو توپیر لري، او په جهادي مرکزونو کې اکثراً د دوی په خبره د افراطي موضوعاتو ترڅنګ د طالبانو د ایډیالوژۍ موارد تدریسېږي.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند، منصور احمد حمزه، د دغو ادعاوو او د افغانستان د بشري حقونو مرکز د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د افغانستان د بشري حقونو د مرکز په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو حکومت لخوا جوړې شوې دیني مدرسې او جهادي مرکزونه د رسمي شمېرو په پرتله څو چنده زیات دي.
د دغه مرکز موندنې ښیي چې طالبانو د هېواد په هر ولایت کې یو لوی جهادي مرکز جوړ کړی، چې د راپور په وینا د کابو ۲ زرو کسانو لپاره د لیلې ترڅنګ ګڼې نورې اسانتیاوې هم لري.
راپور زیاتوي، په تېرو درېیو کلونو کې یوازې په کندوز ولایت کې څلور لوی جهادي مرکزونه او په ټولیزه توګه ۸۰۰ دیني مدرسې جوړې شوي، چې یوازې ۱۰۰ یې په خانآباد ولسوالۍ کې دي.
خو راپور وایي چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې په دې ولسوالۍ کې درې ثبت شوې دیني مدرسې وې.
مخکې تر دې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي و چې په ټول افغانستان کې دوی له ۲۱ زرو زیات دیني مدرسې ثبت دي. ویاند یې، منصور احمد حمزه، د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلویزیون ته ویلي و چې په تېر یو کال کې دوی د نږدې زرو دیني مدرسو او ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړي دي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په ښوونځیو کې له شپږم ټولګیو پورته تر پوهنتونو د نجونو پر هر ډول زده کړو بندیز لګولی، چې ډېری دغو نجونو اوس په دیني مدرسو کې زده کړو ته مخه کړې ده.
دغه شان له دې وړاندې هم د افغانستان د پوهنې او لوړو زده کړو په نصاب کې د ځینو ساینسي مضامینو د کمېدو او پر ځای یې د دیني علومو د مضامینو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د یادونې ده چې تېر کال د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم اندېښنه ښودلې وه چې د طالبانو هغه پالیسۍ چې د زده کړو تمرکز په مدرسو او دیني زده کړو محدودوي، کولای شي د افراطي افکارو بنسټ کېږدي.
هغه زیاته کړې وه، دا به نه یوازې افغان ماشومان په پراخه کچه له مهارتونو او د پوهې بېبرخې کولو له خطر سره مخ کړي، بلکې کېدای شي د بېکارۍ او بېوزلۍ سره یوځای، د افراطي ایډیالوژۍ لپاره ښه زمینه برابره کړي او د کورني تروریزم، سیمهییزې او نړیوالې بېثباتۍ خطر لا زیات کړي.