د افغانستان په خوست ولایت کې نا پېژندو وسلوالو د یوې کورنۍ لس غړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، وژلي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز د دغه خبر په تایید سره ازادي راډیو وویل، دا پېښه د سه شنبې په شپه ناوخته (د جنورۍ په ۲۸مه) د خوست ولایت د عليشېرو ولسوالې په ابوخانه سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموی وايي، نا پېژنده وسلوالو په ډزو دغه کسان وژلي دي خو زیاتوي چې د دوی امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیولي چې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.
په خوست کې د دغې کورنۍ خپلوانو او کلیوالو بیا ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښه کې د دې کورنۍ د لسو غړو د وژل کېدو په ګډون درې نور غړي ټپیان شوي هم دي چې وروسته دوی هم د سختو ټپیونو له امله ساه ورکړې ده.
لس کسان ځای په ځای په شهادت ورسېدل او درې نور کسان چې ټپیان شوي وو، وروسته دوی هم شهیدان شولخوست کې د وژل شوې کورنۍ یوه خپلوان
د علیشېرو ولسوالۍ اوسېدونکي او دې دې کورنۍ یو خپلوان چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل " لس کسان ځای په ځای په شهادت ورسېدل او درې نور کسان چې ټپیان شوي وو، وروسته دوی هم شهیدان شول، یعنې ټول دیارلس کسان وژل شوي دي."
خو د دې کورنۍ ځینو نورو خپلوانو ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې یو امیندواره میرمن هم وژل شوې چې درې ګوني ماشومان یې په نس وو او د دې درې ماشومانو په ګډون چې د مور په نس کې ضایع شوي د وژل شویو شمیر دیارلس کېږي.
د دې کورنۍ یو ګاونډي چې ده هم نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل" تر اوسه دوی خاورو ته سپارل شوي نه دي، د دې کورنۍ درې غړي بهر دي، دوه یې دوبۍ او یو یې اروپا کې دی، نو شپې چې د دولت خلک ساحې ته راغلل دوی یې امبولانسونو کې د ولسوالۍ مرکز ته انتقال کړل، اوس یې بېرته راوړل."
که څه هم په خواله رسنیو کې د دې پېښې لامل کورنۍ او شخصي دښمنۍ بلل شوي، خو دغه کسان دا خبره ردوي او د طالبانو د حکومت ځایي چارواکو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو حکومت امنیتي چارواکي که څه هم په افغانستان کې د امنیت د تینګښت خبره کوي خو په دې ورستیو لسو ورځو کې داسې څو پښې شوي چې په دغه هیواد کې د امنیت په تړاو د خلکو اندېښنې راپارولي دي.
تازه په ننګرهار کې د طالبان د حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند صایب حماد رسنیو ته به استولې خبرپاڼه کې د دغه ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې د دوو وروڼو د وژل کېدو خبره کړې ده.
خبرپاڼه کې د دې وژنو لامل شخصي دښمنې بلل شوې.
تر دې وړاندې بیا د سلواغې په دریمه په تخار ولایت کې یو چینايي وګړي ووژل شو خو د دې پیښې مسوولیت بیا د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې ومانه.
که څم د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د سږ کال د جنايي جرمونو شمیرې نه دي اعلان کړي خو د دغه وزارت ویاند عبالمتین قانع تیر کال ویلي و چې یوازې د ۱۴۰۲ زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸زره جنایي پېښې ثبت او د جنایي جرمونو په تور له ۱۱ زرو زیات کسان نیول شوي دي.