د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

افغان کډوال د امریکا ته د کډوالۍ د ځنډولو پرېکړې اندېښمن کړي دي


یوشمېر هغه افغانان چې امریکا ته د کډوالۍ (پي ۱) او (پي ۲) کېسونه لري، د امریکا د بهرنیو چارو او د کورني امنیت له وزیرانو غوښتي چې د دوی وضعیت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.

یوشمېر دوی، چې په پاکستان کې مېشت دي، په یوه سرخلاصي لیک کې چې یوه نسخه یې تازه رسنیو سره شریکه شوې، د متحده ایالاتو له دې چارواکو غوښتنه کړې چې د خواه خوږۍ په اقدام سره د دوی پر وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.

دوی په دې لیک کې ادعا کړې چې افغانستان ته یې بېرته ستنېدل له جدي ګواښونو سره مخ دي، او که چېرې بېرته ستانه شي، له زورونې، ربړونې، جبري تري تمېدو او مرګ له ګواښ سره به مخامخ شي.

په لیک کې دا هم راغلي چې دوی په ګاونډیو هېوادونو کې دایمي استوګنې لپاره هېڅ لار نه لري، او یوازې هیله یې دا ده چې د متحده ایالاتو له خوا د (USRAP) پروګرام له لارې ورته پناه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې زرګونه افغانان د امریکا د کډوالۍ د پروسې په تمه په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې په تمه دي.

په اسلام‌اباد کې مېشت یو افغان کډوال، چې د امریکا د (پي ۲) کېس لري او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، د سې‌شنبې په ورځ يې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې امریکا ته د دوی د سفر نېټه ټاکل شوې وه:
"تصمیم نیول شوی و چې موږ په فبرورۍ کې امریکا ته لاړ شو، ټول کارونه مو بشپړ شوي وو. زه د اعتراض کوونکو په ډله کې یم او خپل غږ مې اوچت کړی دی، ځکه چې درې کاله مو په پاکستان کې په تمه تېر کړل. اوس چې مو په همدې راتلونکې اوونۍ کې باید سفر کړی وای، زموږ پروازونه ځنډېدلي او هر څه ګډوډ شوي دي."

فهیمه نظري، چې د امریکا د (پي ۱) کېس لري او وایي چې په پاکستان کې له سختو شرایطو سره مخ ده او هیله‌منه وه چې ژر به امریکا ته ولاړه شي، دا فرمان عادلانه نه ګڼي:
"زموږ ستونزې ډېرې دي، د خلکو بې‌کاري او بې‌وزلي، کرايي کورونه او د پاکستاني پولیسو ځورونې موږ ستړي کړي یو. پولیس موږ له کرايي کورونو هم راباسي. موږ کډوال ډېرې ستونزې لرو او زموږ غږ باید واورېدل شي."

دا اندېښنې وروسته له هغې دي چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه اجرایوي فرمان کې، چې د جنورۍ په ۲۰مه د سپینې ماڼۍ له خوا خپور شو، اعلان وکړ چې د کډوالو د زیاتېدو او په امریکا کې د ګډوډۍ له امله به د جنورۍ له ۲۷مې نېټې څخه د ۹۰ ورځو لپاره د کډوالو منل وځنډول شي.

د یادونې ده چې د امریکا نوي دفاع وزیر پیت هګست د دوشنبې په ورځ د خپلې دندې په لومړۍ ورځ خبریالانو ته په خبرو کې د افغان همکارانو ملاتړ ته ژمنتیا ښودلې او زیاته کړې یې ده چې دوی د خپلو «افغان» متحدینو ترڅنګ ولاړ دي.

خو د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۶مه د CBS امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د پروسې د ځنډولو د پرېکړې ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې ټول هغه کسان چې امریکا ته انتقال شوي، په سمه توګه نه دي ارزول شوي، او د دې کډوالو له خوا د امنیتي ګواښونو د رامنځته کېدو لامل همدا ناسمې ارزونې دي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته له رسېدو وروسته، د جو بایډن ادارې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته انتقال کړي دي.

XS
SM
MD
LG