د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

تاجکستان هم د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی


تمکین او خور یې د ډیسمبر په اولسمه نیټه په جبري توګه له تاجکستان څخه افغانستان ته استول شوي دي.
تمکین او خور یې د ډیسمبر په اولسمه نیټه په جبري توګه له تاجکستان څخه افغانستان ته استول شوي دي.

په داسې حال کې چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په تېزۍ سره روانه ده، د افغانستان یو بل ګاونډی هیواد، تاجکستان هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او په تېره میلادي میاشت کې یې په لسګونه افغان کډوال له خپل هیواده شړلي دي.

په تاجکستان کې یوشمېر افغان کډوال وايي چې په ډېرو ستونزو او سختیو یې ځانونه دې هېواد ته رسولي دي او افغانستان ته په تلو سره یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

په تاجکستان کې مېشته افغان کډواله نوریه اکبري وايي چې خپل ټول شته یې پلورلي او دې هېواد ته تللې، خو اوس د بېرته شړل کېدو له ستونزې سره مخ ده.
"په ډېرو ستونزو او سختیو تاجکستان ته راغلي یو، د اقتصادي ستونزو سره مخ یو، نیول هم ډېر شوي. یو شخص جرم وکړي، سزا یې ټولو ته ورکړل کېږي. باید هغه کس چې ګناه یې کړې وي هغه ونیسي، نه ټول. یو کال کېږي چې دلته یم، کاناډا ته کېس لرم، د هغه هم درک معلوم نه دی."

په تاجکستان کې بل افغان کډوال، چې د موضوع د حساسیت له امله د نوم له ښودلو ډډه کوي، ازادي راډیو ته وویل:


"دوه میاشتې کېږي چې د تاجکستان له خوا د افغان کډوالو نیول ډېر شوي. هلته د ستونزو او زده‌کړو د نه شتون له امله دلته راغلي یو، خو اوس دلته مو هم په کرار نه پرېږدي. مرستندویه بنسټونه دې زموږ غږ واوري، له وېرې له کورونو هم نه‌شو وتلی."

ملګرو ملتونو هم ویلي چې تاجکستان باید د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې، په ډسمبر میاشت کې له تاجکستانه لږ تر لږه ۸۰ افغان کډوال بېرته افغانستان شړل شوي دي.

دې ادارې زیاته کړې چې ډېری دغو کسانو معتبر اسناد او د کډوالۍ کارتونه هم درلودل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر ویلي:
"د داسې یو کس ایستل چې هغه د شکنجې یا د بشري حقونو د جدي سرغړونو له ګواښ سره مخ وي، د تاجکستان د کډوالۍ له قوانینو سره په ټکر کې دي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې په تاجکستان کې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا ۹,۰۰۰ تنو ته رسېده.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان هم هره ورځ په مختلف شمېر افغانان له خپلو هېوادونو باسي، او ترکیې هم مخکې دا کار کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په وروستیو درې میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي، خو په همدې موده کې بیا څه باندې ۷۴۰ زره کسان له افغانستانه بېرته وتلي دي.

XS
SM
MD
LG