د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

اوچا: په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی


کندهار کې په خوارځواکۍ اخته یو ماشوم، ارشیف
کندهار کې په خوارځواکۍ اخته یو ماشوم، ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو د شمېر د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. دوی وایي، له پنځه کلونو کم عمره خوارځواکه ماشومانو شمېر به په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۳ اعشاریه ۵ میلیونو ته لوړ شي.

اوچا پرون سې شنبه (د جنورۍ ۲۸ مه) پر خپله اېکس پاڼه یو بیان کې ویلي چې له تېرو پنځو کلونو په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر درې میلیونه و.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د نړیوالو بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې مرسته کوونکي هیوادونه باید په دې ناروغۍ اخته شوې میندې او ماشومان هیر نه کړي.

اوچا ویلي دا شان مرستې کولای شي د کورنیو لپاره ورځنی روغتیايی رېژیم او د اړتیا وړ ورځینيو خوړو له تضمین سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ هم وايي د بدو اقتصادي شرایطو له امله یې له پنځه کلونو کم عمره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د ننګرهار د اچین ولسوالي یو اوسېدونکي ګل باچا ازادي راډيو ته د خپلې بې وزلۍ کیسه کوي" زما زوی حمزه چې درې کاله عمر لري، په خوارځواکۍ اخته شوی دی، په لومړي سر کې سخت اسهال شو وروسته بیا خوار ځواکه شو، کاروبار نشته، اقتصادي وضعیت خراب دی، هغسې چې مناسبه ده ماشومانو ته خواړه برابر کړو، نه برابریږي ځکه بې وزله یو."

د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکی میرعالم چې یو ماشوم یې په خوار ځواکۍ اخته دی هم ورته کیسه لري " زما یو څلور کلن زوی خوارځواکه شوی دی، په لومړي سر کې به یې دلته د کلي په کلینیک کې موږ ته یو څه راکول ، درمل او غذايي مواد ،خو له بده مرغه اوس هغه هم بند شوي دي، زما کار هم نشته، اقتصاد مو کمزوری دی او حیران یو چې څنګه د خپل دې ماشوم درملنه وکړم."

دوی له نړیوالې ټولنې نه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د یادونې ده چې مخکې د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون هم په افغانستان د خوارځواکه ماشومانو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د دې فدراسیون د آسیا او پاسیفیک د څانګې سیمه ایز مشر الکساندر ماتیو د جنوري په ۲۵ مه پر خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټوېټر) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي و چې تېره اونۍ یې افغانستان ته سفر کړی و، او ویې لیدل چې ماشومان په ډېره سخته خوارځواکي اخته دي.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي و چې د بودجې د کموالي له کبله یې د اړمنو افغانانو د پوښښ پلان ټکنی شوی او میلیونونه اړمنو خلکو ته اوس مرستې نه شي رسولی.

د ملګرو ملتونو سازمان د روغتیايي برخې د څیړنو له مخې خوارځواکي په نړۍ کې تر ټولو زیات پر ماشومانو اغیز کوي او ان د دوی د مړیني لامل کیدای شي.

روغتیا پالان ټینګار کوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي په خاطر باید میندې تر دوو کلونو پورې ماشومانو ته خپلې شیدي ورکړي، له شپږو میاشتو وروسته دې د شیدو تر څنګ د اضافي خوړو ورکول پیل کړي او د خوړو تنوع هم باید په نظر کې ونیسي او کوم خواړه چې ماشوم ته ورکوي باید د پروتین، قند، شحمیاتو، ویټامین او مینرالونو درلودونکي وي، هغه چې ډیری افغان کورنۍ وايي وس یې نه لري.

XS
SM
MD
LG