د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

د متقاعدینو ملي ورځ، خو متقاعدین بیا وایي، درې کاله یې پیسې نه دي اخیستي


د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک، ارشیف
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک، ارشیف

نن د دلوې د میاشتې لسمه په افغانستان کې د متقاعدینو له ملې ورځې سره برابره ده. دا ورځ د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په ۲۹ د تېر جمهوري حکومت پر مهال د متقاعدینو د ملي ورځې په نوم ونومول شوه او د هغه مهال حکومت ژمنه کړې وه چې د متقاعدینو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې کوي.

خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته نه یوازې دا چې اوس مهال دا ورځ نه نمانځل کیږي بلکې د یو شمېر متقاعدینو په خبره په تېرو دریو کلونو کې د تقاعد هیڅ ډول حقوق نه دي ورکول شوي.

امیر محمد وايي شاوخوا دیرش کاله وړاندې تقاعد شوی خو د سختو اقتصادي ستونزو له امله له ډېرو مشکلاتو سره مخ دی.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو دریو کلونو راهیسي یې د تقاعد په نوم هیڅ ډول حقوق نه دي ترلاسه کړي او اوس د خپلې درملنې لپاره هم پیسې نه لري"زموږ د تقاعد مسله له تېرو دریو کلونو روانه ده، مخکې زموږ حقوق لږ ترلږه راکول کېدل خو له کله چې طالبان واک ته رسېدلي دي، بیا زموږ حقوق موږ ته نه دي راکول شوي، اوس چې سخت ژمی دی په ډېرې سختۍ تېریږي، له یوې خوا ماشومان ډوډۍ غواړي، له بله خوا هوا یخه ده، زه ناروغ یم عصبي سکته مې کړې وه خو اوس د درملو د اخیستلو توان نه لرم، دا ستونزې دي، باید زموږ حقوق موږ ته راکړل شي."

نور ضیا چې په کابل او پروان کې یې د امریت، مرستیالۍ، او سرمعلمۍ په ګډون په بېلابېلو ښوونځیو کې دندې ترسره کړي اوس تقاعد شوې ده.

مخکې زموږ حقوق لږ ترلږه راکول کېدل خو له کله چې طالبان واک ته رسېدلي دي، بیا زموږ حقوق موږ ته نه دي راکول شوي
یو متقاعد

نوموړې ازادي راډيو ته وویل چې خاوند یې مړ شوی او دا اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده " زه سینه او بغل شوې یم، اوس مهال د لور او ورونو په کورونو ګرځم، هیڅ په کور کې نه یم، په دې خاطر چې د لګښتونو پیسې نه لرم، او له دې وضعیته ډېره کړیږم، ما په کلني ډول ۸۴ زره افغانۍ تقاعد اخیست، خو دا درې کاله کیږي چې موږ ته نه دي راکول شوي."

دا په داسې حال کې ده چې نن د دلوې د میاشتې لسمه په افغانستان کې د متقاعدینو ملي ورځ ده.

دا ورځ د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په ۲۹مه د تېر جمهوري حکومت پر مهال د متقاعدینو د ملي ورځې په نوم ونومول شوه او د هغه مهال حکومت ژمنه کړې وه چې د متقاعدینو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې کوي.

که څه هم د تېر جمهوري حکومت پر مهال متقاعدین په ځنډ د خپلو حقونو د ترلاسه کولو سره مخ وو خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په تېرو دریو کلونو کې نه یوازې دا چې ورځ ونه لمانځل شوه بلکې د طالبانو مشر هبت الله اخوند زاده په یو فرمان کې د متقاعدینو ټول حقوق لغو کړل او امر یې وکړ چې له دې وروسته باید د دولتي کارکونکو له معاشونو د تقاعد په نوم پیسې ونه ګرځول شي.

خو په دې اړه د متقاعدینو له اعتراضونو او نړیوالو غبرګونونو وروسته نژدې یوه نیمه میاشت وړاندې د طالبانو مشر په یو اتیا ماده ییز فرمان کې د طالبانو سترې محکمې ته امر وکړ چې د متقاعدینو د ستونزو د حل لپاره دې څېړنه وکړي.

د طالبانو دې فرمان متقاعدین اړ کړل چې محکمو ته عارض شي او دا محکمې دنده لري چې د دغو متقاعدینو اسناد وڅیړي او له قانوني دلایلو اورېدو وروسته د دوی د حقونو د ورکړې پرېکړه وکړي.

خو یو شمېر متقاعدین دې فرمان ته په کتو وايي د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره محکمو ته د دوی تګ د ستونزو د کمېدو پر ځای ستونزې لا ډیروي او پروسه اوږدوي.

په دې اړه د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند عبدالولي حقمل د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د افغانستان د متقاعدینو د شورا یوه غړي محمد طاهر اتل ازادي راډيو ته وویل چې د مالیې وزارت له لوري د متقاعدینو د حقونو د ورکړې لپاره هڅې روانې دي او د دې هڅو په لړ کې یو اته نفري پلاوی هم ټاکل شوې دی " ټوله موضوع په مالیې وزارت پورې اړه لري، موږ د ماليې وزارت له مرستیال، د خزاینو له رییس او د وزارت له سرپرست سره ناستې درلودې، موږ ته یې ډاډ راکړو چې په دې مسله دوی کار کوي او ډېر ژر به په دې اړه یوه نتیجه راووځي، موږ ته یې ویلي چې دا ستاسو حق دی او درته به درکول کیږي."

که څه هم له دې وړاندې متقاعدینو په وار وار د طالبانو د مالیې وزارت مخته اعتراضونه کړي او غوښتنه یې کړې چې تقاعد د دوی قانوني او مسلم حق دی او له کوم دلیل پرته باید اوسنۍ اداره د دوی حقوق ورکړي خو تر اوسه دغو اعتراضونو کومه پایله نه ده ورکړي.

د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې د ۱۴۰۱ کال د راپور پر بنسټ په افغانستان کې شاوخوا ۱۷۰ زره ملکي او پوځي متقاعدین شته.

د تقاعد حقوق هغه پیسې دي چې د حکومت پخوانیو کارکونکو ته له ۶۵ کلنۍ یا له څلویښت کاله خدمت وروسته ورکول کیږي، دغه شان که تقاعد شوی کس مړ هم شي حقوق یې میرمنې او اولاد ته د ۱۸ کلنۍ تر عمر پورې ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG