د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د روسیې ولسمشر له اوکرایني سیال سره د سولې مخامخ خبرې رد کړي دي


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین. ارشیف
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین. ارشیف

د روسیې او اوکراین ولسمشرانو یوبل د سولې په وړاندې په خنډ جوړولو تورن کړي. پوتین ویلي چې د اوکراین ولسمشر مشروع ولسمشر نه دی، ځکه چې د واک موده یې پخوا پای ته رسېدلې، خو د اوکراین ولسمشر بیا وایي، پوتین د جګړې دوام ته پلمې لټوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د سولې مستقیمې خبرې رد کړې او هغه یې په دې تورن کړی چې ګواکې د سولې له خبرو ویره لري.

پوتین د جنوري په ۲۸مه ناوخته د روسیې ۱ دولتي ټلویزیون ته وویل: "تاسو کولی شی له هر چا سره خبرې اترې وکړئ، خو هغه ( د اوکراین ولسمشر) د غیرقانوني والي له امله، د کوم څه د لاسلیک کولو حق نلري."

پوتین څو ځله ویلي چې زیلینسکي یو مشروع مشر نه دی ځکه چې د زیلینسکي پنځه کلنه دوره تیر کال د می په ۲۰مه پای ته رسیدلې ده.

ټاکل شوې وه چې ټاکنې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۳۱مه ترسره شوې وای، خو وځنډول شوې ځکه چې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل له امله دغه هیواد لاهم د پوځي قانون لاندې دی.

زیلینسکي، چې د اساسي قانون له مخې باید د نوي دولت د مشر تر ټاکل کیدو پورې خپلې دندې ترسره کړي، د پوتین د دې ادعا په ځواب کې وویل چې دا د روسیې مشر دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو خنډ دی.

زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې ولیکل، " نن پوتین یو ځل بیا تایید کړه چې هغه له خبرو اترو څخه ویره لري، له پیاوړو مشرانو څخه ویره لري او د جګړې د اوږدولو لپاره هره ممکنه هڅه کوي."

اوکراین د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د روسیې د بشپړ یرغل له پیل راهیسې د پوځي قانون لاندې دی او د جګړې په حالت کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د قانون تعدیل ته اړتیا لري.

زیلینسکي د جنوري په ۲۰مه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته د شخړې د حل لپاره د پردې تر شا خبرې اترې ګړندۍ کړې دي.

په ورته وخت کې راپورونه وايي، زیلینسکي د امریکا متحده ایالاتو ته سترګې په لار دی چې پر مسکو فشار راوړي ترڅو د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

د واک له ترلاسه کولو راهیسې، ټرمپ ګواښ کړی چې که مسکو د خبرو اترو میز ته حاضر نه شي نو له روسیې څخه متحده ایالاتو او نورو هیوادونو ته په ټولو صادریدونکو توکو به درانه مالیات وضع کړي او سخت بندیزونه به پرې ولګوي.

XS
SM
MD
LG