د طالبانو د حکومت او واک پر څرنګوالي تر دې وړاندې هم نیوکې شوي، خو په پلازمېنه کابل کې، هغه هم د دیني عالمانو او د طالبانو د ملاتړو له خوا دا ډول څرګندونې کمسارې دي.
" واک ټول په کندهار مه منحصروی، له کندهاره یې وباسی، نور ولایتونه هم د افغانستان اړوند دي."
واک ټول په کندهار مه منحصروی، له کندهاره یې وباسی، نور ولایتونه هم د افغانستان اړوند ديکابل کې یو دیني عالم
دغه دیني عالم طالبان تورنوي چې واک یې په کندهار کې انحصار کړی او په حکومت کې یې تر ډيره د یوه قوم او یوه ولایت خلک ځای پر ځای کړي دي.
" د افغانستان واک، که هغه وزارت، ریاست، مدیریت یا هر څه وي، په واقعي ډول یې د افغانستان قومونو ته ورکړی. راځی عدالت په نظر کې ونیسو، ټول خلک او قومونه تر دغه چتر لاندې راولو او د خلکو حق ورکړو. د واک انحصار له هیڅ اړخه ښه نه دی، داسې ټولشموله حکومت جوړ کړی چې ټول خلک په کې ځان وویني. تاسو چې هر ځای د کندهار کس ګماری، دا خپله تعصب دی، تعصب دین کې ځای نه لري."
هغه چې نوم یې څرګند نه دی دغه نیوکې پرون سه شنبه په کابل کې " د اسلامي نظام د ثبات او د ولسونو د یوالي او انسجام" تر سرلیک لاندې هغې غونډې ته وکړې چې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت جوړه کړې وه.
دغه دیني عالم ادعا وکړه چې دا مهال د طالبانو د کابینې ۱۲ وزیران د کندهار دي او په وینا یې دا عدالت نه دی.
د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د دوی د قدرت اصلي هسته چې مشر یې ملا هبت الله اخوندزاده او د هغه ټیم دی، کندهار کې میشت دي.
اخوندزاده څو ځله د کابینې غونډه هم کندهار کې جوړه کړې او د هغوی د حکومت اکثره فرمانونه هم له هغه ځایه صادریږي.
په یوه جلا غونډه کې چې په ظاهره د کابل په موسهي ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، دیني عالم او د کابل د علماو د شورا غړي شیخ عبدالحمید حماسي هم پر طالبانو نیوکې وکړې او وې ویل، ولس ناراضه دی." په پټو سترګو باندې سیاست نه کیږي، داسې نه کیږي چې په پټو سترګو ګرځو او ملت نه ناخبره اوسو. وزیر صاحب نن پوستکي خرڅېږي، مخ ته یې واچوه، یوه ورځ راشه په اډه کې یوه ټکسي کې کینه، پکتیا خواته ولاړ شه او خلک وغږوه چې ملت څه وایي. یوه ورځ ۳۰۲ بس کې چې هرات خواته ځي کینه، خلک وغږوه چې څه وایي. دا خلک داسې حالت ته مه راوله، خلکو باندې داسې حکمراني مه کوه چې ملت ناراضه اوسیږي."
هڅه مو وکړه چې د دیني عالمانو د دغو نیوکو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولرو، خو هغه زمونږ پوښتنه ځواب نه کړه.
تر دې وړاندې بیا طالبانو ورته نیوکې رد کړي او ویلې یې دي چې حکومت کې یې قومي انډول په پام کې نیول شوی دی.
د چارو پوهان بیا د طالبانو له دغه دریځ سره موافق نه دي او دوی ویلي، د طالبانو د حکومت په کابینه کې له قومي پلوه نسبي انډول شته، خو له فکري پلوه ټول د یوې ایډیولوژۍ خلک په کې دي.