د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

ننګرهار کې ډاکټران له ښوونکو او متقاعدینو فیس نه اخلي


یوشمېر افغان ښوونکي، ارشیف
یوشمېر افغان ښوونکي، ارشیف

ننګرهار کې د ډاکټرانو او پوهنې ریاست ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، ښوونکي او متقاعدین د ډاکټرانو د فیس له ورکړې معاف شوي دي. ښوونکي چې ګڼې اقتصادي ستونزې لري او معاشونه یې هم په وخت نه ورکول کیږي د دې پریکړې هرکلی کوي او د عملي کېدو په هیله یې دي.

له دې وروسته به د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د دولتي او خصوصي ښوونځيو ښوونکي او متقاعدین اړ نه وي چې ډاکټرانو ته د معاینې فیس ورکړي.

د ننګرهار د ډاکټرانو د ټولنې يوه چارواکي، نن ازادي راډيو ته وويل، چې دغه پرېکړه درې ورځې وړاندې په دغه ولايت کې د طالبانو له چارواکو سره تر هوکړې وروسته، متقاعدینو او ښوونکو ته د درناوي او مرستې په موخه عملي شوه.

د ننګرهار په عامې روغتیا ریاست کې په دنده بوخت د داخله ناروغیو متخصص او د دې ولایت د ډاکټرانو د ټولنې غړي، ډاکټر ننګیال فاروق د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه پرېکړه له درېیو ورځو راهیسې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عملي شوې ده. " دا پریکړه د دې لپاره شوې چې یو خو به له ښوونکو سره اقتصادي مرسته وشي، ځکه زموږ په ټولنه کې د ښوونکو لپاره ټاکل شوی معاش ډیر کم دی او بل د یوه عزت په شکل ځکه د نن ورځې ډاکټران د همدې ښوونکو د لاس نيالګي دي."

خو ټینګار شوی چې ښوونکي او متقاعدین دې په دغه ولایت کې د ډاکټرانو د لیدو پر مهال خپل د هویت کارتونه له ځانه سره ولري.

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ ښوونکي حکيم الله فهیمي ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه اقدام هرکلی وکړ. " دا د ښوونکو په اړه ډیر یو ښه او نیک اقدام دی، ځکه د دوی عاید د کورنۍ د لګښتونو لپاره کم دي، لومړی ځل دی د ښوونکو په اړه داسې یو ښه اقدام کیږي، د یوې لس دولس کسیزې کورنۍ ګذاره په اووه اته زره افغانیو باندې سخته ده، خدای دې وکړي چې دا کار عملي شي."

په ننګرهار ولایت کې یوه بل ښوونکي، خیر شمال، ازادي راډيو ته وویل" دا هوکړه لیک چې د ډاکټرانو د ټولنې او د پوهنۍ رئیس تر منځ لاسلیک شوی، چې له مخې به یې له ښوونکو څخه د ډاکټر فیس نه اخیستل کیږي دا یو ښه اقدام او پریکړه ده، ځکه چې له یوې خوا د ښوونکو معاش دير کم دی، د دوی اړتیاوې په دې نه پوره کیږي، او بل دا دوی ته په یوه ښه او دروند نظر د کتلو په مانا هم دی.))

ویل کیږي دا اقدام وروسته له هغې دی چې د راپورونو له مخې په خوست ولایت کې هم ډاکټرانو د ښوونکو فیسونه معاف کړل.

يو شمېر رسنيو خبر ورکړى چې دغه پرېکړه د خوست ولايت د ډاکټرانو ټولنې کړې او د وړيا معاینې ترڅنګ ښوونکو ته د وړيا درملو د برابرولو هڅه هم روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر ښوونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو حکومت له خوا د خپلو معاشونو د ځنډ او کمولو په اړه شکایتونه کړي او متقاعدینو هم د تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې د طالبانو حکومت لخوا خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي.

یو شمېر ټولنیز فعالان د اندیښنې په څرګندولو سره وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت مخ په خرابیدو دی، پکار ده چې د ښوونکو او متقاعدینو د ژوند ښه کولو ته جدي پاملرنه وشي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت په ټوله کې خراب شوی دی.

XS
SM
MD
LG