د طالبانو د حکومت د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري د سه شنبې په ورځ ځینو کورنیو رسنیو سره خبرو کې ویلي چې دغو موسسو په ۲۸ ولایتونو کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.
ښاغلي نظر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بشري مرستې دې له سیاسي مسایلو جلا کړي.
په همدې حال کې یو شمېر افغانان وايي چې د بشري مرستو بندېدل به د دوی ستونزې لا ډیرې کړي.
د ارزګان ولایت اوسېدونکی رحمت الله چې دغو مرستو ته اړ دی، ازادي راډیو ته وویل " د ټولې کورنۍ سرپرستي او مصارف زما په غاړه دي، اصلا کار نه پیدا کېږي، دیاړي کوم، دا مرستې موږ ته ډېرې ښې دي، که بندې شي، موږ ته به ډېره سخته راپېښه شي."
په کابل کې د چاپېریال ساتنې برخه کې د یوې موسسې چې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې فعالیت کوي، مشر یې عبدالهادي اڅکزی وايي، د نړیوالې ټولنې د مرستو له بندېدو سره به اقتصادي وضعیت بدتره شي " په دې برخه محدودیتونه به پر هغو خلکو ډېر اغیز ولري چې ان د یو وخت خواړه هم ځان ته نه شي موندلی، واقعا دا به په دوو برخو کې ډېر تاثیر ولري، یو دا چې زیانګالي خلک به ډیر ناورین ته بوځي او بل به افغانۍ بې ثباته کړي، موږ ولیدل چې په ناببره ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه راښکته شوه، که دا ډول فرمانونه افغانستان کې پلي نه شي ښه به وي، ځکه د افغانستان ډیری خلک اړ دي."
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د ټولو بهرنیو مرستو په ګډون له افغانستان سره هم مالي مرستې د درېیو میاشتو لپاره وځنډولې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا ویلي، حیاتي بشري مرستې له دغه فرمانه استثنا دي.
په دې اړه د رویټرز راپور کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو مرستو د درې میاشتني ځنډ په ترڅ کې افغانستان سره د ژوند ژغورونکو مرستو، حیاتي درملو، روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو، سرپناه مرستې دوام ولري.
خو د اقتصادي چارو پوهان، بشري کارکوونکي او خلک په دې باور دي چې د امریکا له دوامداره مالي او بشري مرستو پرته به د افغانیو د بیې ثبات ساتل ناشوني وي او بشري وضعیت به نور هم کړکېچن شي.
د ځینو اقتصاد پوهانو په خبره، د امریکا د مرستو له ځنډولو وروسته د افغانستان کمزوری اقتصادي ثبات لا ګډوډ شوی او د افغانیو ارزښت د ډالرو په وړاندې تیټ شوی او ورسره د خوراکي او سوند توکو بیې هم لوړې شوې دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په پرله پسې ډول د افغانیو د بیو د کنټرول او ثابت ساتلو لپاره لسګونه میلیونه ډالر لیلام کړي دي.
د اقتصادي چارو پوهان خبرداری ورکوي چې د دغو مرستو بندول به نه یوازې دا چې اقتصادي کړکېچ لا پسې زیات کړي، بلکې د افغانیو د بې ثباتۍ لامل هم کېدای شي.
د اقتصادي چارو پوه، اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل " که هر ډول بهرنۍ مرستې قطع کیږي، نو دا به د ډالرو په بیه مستقیمه اغیزه وکړي، ځکه زموږ په یاد دي چې په ۹۰ کلونو کې یو ډالر د سل زرو افغانیو په بدل کې تبادله کېده، که څه هم اوس د ملي ملاتړ په توګه نیم ملیارد ډالره شته، خو دوامداره مرستې مهمې دي."
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (OCHA) د راپور له مخې، سږ کال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.