د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د بلوچستان قلعه عبدالله کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي


بلوچستان کې د چاودنې صحنه، ارشیف
بلوچستان کې د چاودنې صحنه، ارشیف

د بلوچستان ایالت په قلعه عبدالله سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو په برید کې د پاکستان دوه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

دغه برید پرون سه شنبه ناوخته وشو او د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا، برید کوونکو غوښتل چې د پوستې د نیولو په هدف موټر بم برید وکړي چې موټر له یوه دیوال سره ولګېد.

واشنګټن پوست ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو او رسنیو په حواله ویلي چې دغه برید کې چې د افغانستان پولې ته نژدې شوی، ۵ وسله وال مخالفان هم وژل شوي دي.
د پاکستان امنیتي مسولانو ویلي، د دغې امنیتي پوستې د نیولو لپاره د وسله والو پلان شنډ شوی دی.
پاکستاني چارواکو د برید پړه پر خوارجو اچولې ده، دوی دغه اصطلاح تحریک طالبان پاکستان، یا (ټي. ټي. پي) ته کاروي.

XS
SM
MD
LG