د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیتي ځواکونو د کورمې پر یوشمېر کلیو ډزې کړې دي، بګن کې د یو ډرېور مړی موندل شوی

تازه شو

چارواکو په ټل کې د نجونو په کالج کې د کورمې بې کوره شویو لپاره خیمې لګولې دي - د جنورۍ ۲۰مې انځور.
چارواکو په ټل کې د نجونو په کالج کې د کورمې بې کوره شویو لپاره خیمې لګولې دي - د جنورۍ ۲۰مې انځور.

په داسې حال کې چې د کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات روان دي، پولیسو ویلي دي چې له ژړینې سیمې یې یو شکنجه شوی جسد موندلی دی.

په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جنورۍ پر ۲۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې جسد د هنګو د اوسېدونکي تنویر حسین دی چې د جنورۍ پر ۱۶مه د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې د برید پر مهال په ورکو ډرېورانو کې شامل وو.

دی وايي، په سیمه کې یې د حملې پر مهال له امنیتي سرتېرو ورک شوي دوه ټوپکونه هم موندلي دي.

هغه پولیس افسر وايي چې د جنورۍ پر ۲۱مه چارواکو په بګن کې له ځايي مشرانو سره جرګه وکړه چې ورسره سم، هلته تر ۵۰ زیاتو کسانو خپلې وسلې حکومت ته وسپارلې.

په سیمه کې روان عملیات

دی وايي، پر هم هغه ورځ امنیتي ځواکونو په ډوګو کلي، ډنډ پټي، خرولې مېنه (مېله هم بلل کېږي) او نورو ځایونو کې د مشکوکو وسلوالو لټون کړی دی خو څوک یې نیولي نه دي.

پولیس چارواکی زیاتوي چې امنیتي ځواکونو داراز پر ژړینې، تودې چینې، پېستونې، مندرۍ او پر بازه سیمو له هېلېکاپټرو ډزې کړې دي چې خو پکې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

اخوا د پاړه چینار یو ولسي مشر لایق حسین د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې هغه ښار ته تلونکې لارې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې تړلې دي چې له کبله یې هلته د خوړو، دواګانو، تېلو او د ورځنۍ اړتیا نورو شیانو زښت کمښت پیدا شوی دی.

د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ له ۱۹مې څخه په بګن کې عمليات پيل کړل. د چارواکو په وينا، د عملياتو مقصد په سیمه کې د وسلوالو ختمول دي خو د ځايي وتېزیو قبیلې مشرانو عملیات غندلي او دا یې یو اړخیز اقدام بللی دی.

چارواکو په کورمه ضلع کې د عملیاتو پیلولو پرېکړه تر هغې وروسته وکړه چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې بريد وکړ چې پر مهال یې یوشمېر سرتېرو او ډرېورانو ته مرګژوبله واوښته او یوشمېر ګاډي وسوځېدل. پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په شا تمبولو لپاره کاروايي وکړه او هېلېکاپټرو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.

د سیمې پولیسو پر قافلې د برید په تړاو د ۲۰ معلومو او د څه باندې ۲۰ ناپېژندلیو کسانو پر ضد مقدمې دایرې کړې دي چې پکې د ترهګرۍ مخنیوي قانون مادې هم شاملې دي.

خو د بګن یو ځايي اوسېدونکی اقبال بادشاه وايي چې دا مني چې حمله هلته شوې خو پکې ځايي خلک ککړ نه دي او نه یې هم د وسلوالو مرسته کړې.

د بې کوره شویو وضعیت

د عملیاتو له وجې له هغې سیمې څخه ګڼو کورنیو کډې وکړې.

یوشمېر بې کوره شویو کسانو مشال راډیو ته وویل چې په ټل کې جوړ کیمپ اساسي اسانتیاوې نه لري.

ځايي انتظامیې هغو کورنیو ته د ټل د نجونو په کالج کې کیمپ جوړ کړی دی.

د بګن یو اوسېدونکي سید مرجان د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، په خیمو کې ساړه دي او پکې د ماشومانو د تودولو لپاره اور نه شي بلولای.

د کیمپ مسوول او د ښاروالۍ افسر کامران ظهیر د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې په کالج کې یې د بې ځایه شویو ۷۲ کورنیو لپاره ۲۳ خیمې لګولې دي او ځینې کسان د هغې تعلیمي ادارې په خونو کې مېشت دي.

ده تایید کړه چې بې کوره شوي خوړو، بسترو او تودو جامو ته اړتیا لري چې په اړه یې د ضلعې انتظامي مشران خبر کړي دي.

چارواکي اټکل کوي چې ښايي د عملیاتو له وجې په سلګونه نورې کورنۍ هنګو ته کډه شي.

د هنګو د انتظامي مشر مرستیال (اسېسټنټ کمېشنر) نواب ګل د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د ۱،۸۰۰ کورنیو د ورتګ لپاره هلته کیمپ جوړوي او د بې کوره شویو لپاره یې کمبلې، خیمې، خواړه او درمل برابر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.

په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

په سیمه کې د لارو بندېدو له وجې د خوړو، دواګانو او د ورځني استعمال د نورو شیانو سخت کمښت پیدا شوی دی.

د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

  • انځور سایز

    ممتاز بنګښ

    ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي. 

XS
SM
MD
LG