د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۴

تېر کال بریتانیا ته په تلونکو ناقانونه کډوالو کې ګڼ شمېر یې افغانان وو


بریتانیا کې یوه ډله افغان کډوال، ارشیف
بریتانیا کې یوه ډله افغان کډوال، ارشیف

د ۲۰۲۴ په جریان کې، بریتانیا ته د کوچنیو کښتیو له لارې د غیرقانوني کډوالو په رسېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې افغان کډوالو یې تر ټولو لویه برخه جوړوله.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، تېر کال په مجموعي ډول ۳۶,۸۱۶ غیرقانوني کډوال د انګلستان سواحلو ته په وړو کښتیو کې رسیدلي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دغو کډوالو کې ۱۷ سلنه یې افغانان وو، چې په ۲۰۲۴ کې بریتانیا ته د ورتلونکو غیرقانوني کډوالو تر ټولو لویه ډله وه .

د چارواکو په وینا بریتانیا ته د وړو کښتیو په وسیله په دې خطرناکو لارو د سفرونو په ترڅ کې لږ تر لږه د شل پېښو راپور ورکړل شوی چې ۷۶ کسانو په کې ژوند بایللی او په دې توګه دا له دې لارې بریتانیا ته د ورتلونکو کډوالو لپاره تر ټولو خونړۍ کال بلل شوی دی.

فرانسوي چارواکو ویلي تیر کال کې یې لږ تر لږه ۵۸۰۰ کډوال په سمندر کې له ډوبیدو ژغورلي او چارواکو د بریتانیا د کډوالو د غیرې قانوني کډوالو د اوښتلو ۸۷۰ هڅې شنډې کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس د بریتانوي چارواکو په حواله ویلي د ۲۰۲۴ په لومړیو نهه میاشتو کې افغان کډوال د ټولو غیرقانوني کډوالو لویه برخه جوړوله، چې د ویتنام، ایران او سوریې کډوال یې وروسته په دویمه درجه کې ځای لري.

د بریتانیا لومړي وزیر، کییر سټارمر، ژمنه کړې چې د انسان قاچاق کوونکو شبکې به له منځه یوسي او په دې برخه کې یې د اروپایي او نورو هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي.

بریتانیا ته د کډوالو غیرقانوني ورتګ د ۲۰۱۶ کال د بریګزیټ د ټولپوښتنې پر ژمنو باندې هم د خلکو نیوکې زیاتې کړې دي، ځکه ویل شوي وو چې له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا له وتلو وروسته به دا هېواد پر خپلو سرحدونو کنټرول زیات کړي.

XS
SM
MD
LG