د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه کمه شوې


د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د سوداګرۍ د کچې خوار کمیدو ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اندیښنه ښکاره کړې ده.

د دواړو هیوادونو ترمنځ په دوه زره څلوریشتم کال کې د وړم کال په پرتله تجارت د شاوخوا یو میلیارډ ډالرو په ارزښت کم شو.

د راپورونو له مخې وړم کال د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت څه باندې دوو میلیارډو ډالرو ته رسیدلی و چې په دوه زره څلرویشتم کال کې نیم په نیمه شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د مشرتابه غړی اذرخش حافظي چې په دوه زره شپږم کال کې یې د افغان-پاک د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړې وه، ازادي راډیو ته وویل چې ده هغه مهال هم د کابل او اسلام اباد له چارواکو غوښتي و چې د خپلو ولسونو غم وکړئ " زما وړاندیز پاکستاني چارواکو او افغاني چارواکو ته دا دی چې د ملتونو ګټو ته وګوري، ځکه چې حکومتونه نه پاتیږي، نن به یو حکومت وي سبا به بل حکومت وي، حکومتونه ځي راځي "

نړیوال بانک د نومبر په وروستۍ اونۍ کې په یوه راپور کې له پاکستان سره د افغانستان د صادراتو ستونزه د اسلام‌اباد د سوداګرۍ په تګ‌لارو کې بدلون او د پاکستان له‌‌ خوا د افغانستان په تازه او وچو مېوو او ټولو زراعتي محصولاتو لوړه مالیه اخیستل ګڼي. د نړیوال بانک د راپور له مخې د افغانستان صادرات د دوه زره څلرویشتم کال له جنوري تر سپتمبر میاشتې پورې د وړم کال همدې مودې په پرتله څوارلس په سلو کې کم شوي دي، چې اصلي علت یې د پاکستان له لوري د افغانستان پر صادراتو د مالیاتو زیاتېدل دي.

د اقتصادي چارو یوشمیر افغان کتونکي دا وړاندیز کوي چې افغانستان باید د سوداګرۍ په برخه کې له پاکستانه پرته په نورو هیوادو تکیه وکړي، له دې ډلې د پوهنتون استاد تاج محمد تلاش ازادي راډیو ته وویل " که پاکستان دا مشکلات جوړوي بیا یې نه تنها خپل اقتصاد ته زیان دی، بلکې افغانستان ته یې هم زیان رسیږي. حکومت ته ضرورت دی چې موږ باید پاکستان ته انحصاري اقتصاد ونه‌لرو، بلکه منځنۍ اسیا ته، ایران ته، ترکیې ته، هند ته، همداراز د چابهار د بندر له لارې نور ترانزیټ مختلفو اسیایي، منځنۍ اسیا او اروپایي هېوادو ته ولرو".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه خبرداری ورکوي، که چیرته د د افغانستان او پاکستان چارواکي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ښه والي لپاره هڅې ونه کړي د دې تجارت کچه به په روان دوه زره پنځه ویشتم کال کې د دوه زره څلرویشتم په پرتله چې نیمایي ته رسیدلی، نوره ډيره ښکته شي.

XS
SM
MD
LG