د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

د طالبانو د حکومت یوه مخالفه جبهه: د بریدونو ساحه یې پراخه شوې


په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د نظامي مقاومت له ډلو د "افغانستان د ازادۍ جبهې" په نوم ډلې ادعا کړې چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې یې د طالبانو د حکومت پر اهدافو بریدونه د جغرافیې له پلوه پراخ شوي دي.

د یادې ډلې د سیاسي او عمومي اړیکو د کمېټې مشر داوود ناجي په خپلې اېکس پاڼه «پخواني ټویټر» کې د یوه بیان په خپرولو سره ادعا کړې چې د دې ډلې له جوړېدو راهیسې تر دې دمه یې "۸۶۴ طالبان وژلي او ۸۹۴ تنه نور یې ټپیان کړي دي."

د دغه ادعا له مخې، د ازادۍ جبهې ډلې په تېرو دریو کلونو کې د طالب جنګیالیو د وژلو سربېره د عبدالله عمري، فضل الدین عثماني او زرین ګجر په نوم د طالبانو درې قوماندانان هم وژلي دي.

ناجي دغه شان ویلي چې ازادۍ جبهې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو "کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کندهار، هرات، بغلان، بلخ، لغمان، فاریاب، کندز، بدخشان او تخار کې د طالبانو پر وړاندې هدفمند عملیات هم ترسره کړي دي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د "افغانستان د ازادۍ جبهې" په نوم ډلې د ادعاو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې وړاندې طالبانو په وار وار د یادې ډلې بریدونه رد کړي او هغه یوازې تبلیغات بللي دي.

بل خوا، یو شمېر عامو افغانانو ازادي راډیو ته ویلي چې له جنګ جګړو ستړي دي او په افغانستان کې تېرو څو لسیزو نا امنیو ته په پام د طالبانو له حکومته غواړي چې د خبرو او د یو بل په منلو سره اوسنیو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

د بشیر په نوم د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل"جګړه د حل لاره نه ده او اوسنیو حاکمانو ته طلایي چانس په لاس ورغلی چې باید د دایمي سولې او ثبات لپاره ترې سمه استفاده وکړي."

د نوموړي په وینا، په هېواد کې دوامداره سوله او ثبات هغه مهال ټینګېدای شي چې "د پنځو لسیزو د جګړو ټولې ښکېلې خواوې په خپلو کې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او په ګډه د یوه قوي او واقعي حکومت د جوړېدو لپاره زمینه برابره او د هېواد پرمختګ او ودې ته لار هواره کړي."

افغان میرمنې او ښځې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره ځپل شوي او بېلابېل محدودیتونه پرې لګېدلي، هم له اوسني وضعیته شکایت کوي او په افغانستان کې د جنګ جګړو د پای ته رسېدو سربېره د ښځو حقونو ته په درناوي ټینګار کوي.

د کابل ولایت اوسېدونکې نازنین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا کوم وضعیت چې اوس په افغانستان کې روان دی او په ځانګړي توګه کوم چلند چې له میرمنو سره کېږي زه یې ډېره خفه کړې یم. له طالبانو هیله کوم چې نور خبرو ته غاړه کېږدي او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او ستونزو ته یې د حل لارې ومومي."

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش هم وړاندې د "د مقاومت ملي جبهې" او "د افغانستان د ازادۍ جبهې" د نومونو په یادولو سره ویلي وو چې د طالبانو حکومت ضد جبهو د دوامداره بریدونو سره سره لا هم طالبانو ته جدي ګواښ نه دی متوجه کړی.

د امریکا د دفاع وزارت دې ادارې په خپل هغه راپور کې، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۵ خپور شو، د یادې ادارې د مشر رابرت فیلیپ سټوک له قوله ویلي و چې طالبان په دې توانیدلي چې خپل پوځي او امنیتي حاکمیت ټینګ کړي.

دا چې د طالبانو پر وړاندې د مخالفو جبهو د جوړېدو اصلي لامل څه دی، په اړه یې د چارو پوه صلاح الدین سعیدي ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان خلک د طالبانو پر وړاندې جګړه نه کوي، بلکې پخپله د طالبانو کړنې د دې لامل کېږي چې دوی وپاریږي او پر وړاندې یې اقدام وکړي. په دې هېواد کې قانونمندي نشته. د انفجار او انتحار نشتوالی د امنیت بېلګه نه شي کېدای. د قانون په چوکاټ کې خلک باید په خپلو حقونو او مسولیتونو خبر او پوه شي."

XS
SM
MD
LG