که څه هم په دې راپور کې په ځانګړي ډول د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي خو په افغانستان دننه خبریالان وایي دغه هېواد کې یې تر ټولو بد کال تېر کړ.
یاد فدراسیون د سه شنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۳۱ مه د یو راپور په خپرولو ویلي چې په نړۍ کې په دغه کال کې د ۱۴ ښځینه خبریالانو په ګډون ۱۲۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
وړاندې راغلي چې د خبریالانو د وژنو ۸۵ سلنه پېښې د منځني ختیځ په هیوادونو لکه لبنان، فلسطین او سوریه کې رامنځته شوي چې یوازې په فلسطین کې د وژل شویو خبریالانو شمېر د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۱۸ مې ۱۴۷ کسانو ته رسېدلی دی.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې ۲۲ خبریالان په اسیایي هېوادونو کې وژل شوي دي.
له دې شمېره اوه تنه یې په پاکستان او درې نور یې په هند کې وژل شوي دي.
دغه شان په ۲۰۲۴ کال کې په امریکا کې د ۹ خبریالانو او په اروپا کې بیا د ۴ خبریالانو د وژلو کېدو راپور ورکړل شوی.
ای اف جې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د خبریالانو د ساتنې لپاره دې هڅې وکړي.
که څه هم په دې راپور کې په ځانګړي ډول د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه څه نه دي راغلي خو په افغانستان دننه یو شمسر خبریالان وایي یاد هېواد کې یې تر ټولو بد کال تېر کړی دی.
دغو خبریالانو ازادي راډیو سره خبرو کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو د حکومت له لوري د لګولو شویو محدودیتونو او اقداماتو خبرې وکړې او وې ویل چې تېر کال په افغانستان کې نارینه او ښځینه خبریالان ان له مرګونو ګواښونو سره مخ شوي دي.
یوې خبریالې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل"تېر کال زما او زما هم مسلکو ته ډېر سخت کال و، د طالبانو لخوا د بېلابېلو فرمانونو صادرولو زموږ پر چارو مستقیم اغېز درلود، ما چې له یوې غږیزې رسنۍ سره کار کاوه، وزګاره شوم، ځکه د رسنیو مسولین مو وېرېدل چې کېدای شي رسنۍ یې وربندې کړي، زه یې اړه کړم چې استعفا ورکړم، د امر بالمعروف لخوا ما ته او زما همکارانو ته ډېر ګواښونه کېدل، تر څار لاندې وو، زما راپور تر خپرېدو وروسته بېرته پاک کړل شول."
یو خبریال چې بیا د طالبانو د زندان تجربه هم لري، تېر میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره له ننګونو ډک کال بولي.
"۲۰۲۴ کال د خبریالانو پر وړاندې له ننګونو ډک و، ځینې محدودیتونه چې لا هم په خپل ځای دي، معلوماتو ته یې لاسرسی محدود کړی، خبریالانو د طالبانو له وېرې نه شو کولای چې ډېری موضوعاتو ته پوښښ ورکړي او ځینې مهم مسایل له خيرېدو پاتې شول، ځان سانسورونه ډیره زیاته وه او په دې برخه کې د پاملرنې لپاره د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه ناکامه وو."
له دې سره د افغانستان د خبریالانو مرکز ۲۰۲۴ میلادي کال د خبریالانو لپاره تر ټول بد کال بللی دی.
د دغه مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمیټې مسولې سمیې ولي زاده ازادي راډیو ته وویل:"له بده مرغه ۲۰۲۴ کال د افغان خبریالانو لپاره بدترینه کال و، په دې کال کې د خبریالانو د حقونو د سرغړونو ۱۸۱ پېښې شوي چې د ۱۸ رسنیو د خپرونو د بندېدو او ۵۰ خبریالانو نیول کېدل هم په کې شامل دي، په ۲۰۲۴ کال کې پر رسنیو د طالبانو ۷ فرمانونه صادر شوي چې له امله یې رسنۍځان سانسورولو ته اړې شوې دي."
د افغانستان د خبریالانو مرکز له دې وړاندې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو د بشري حقونو سرغړونې ۸ سلنه لوړې شوې دي.
خو د طالبانو حکومت تل ویلي چې د خبریالانو حقونو ته ژمن دي او ادعا یې کړې چې هېڅ خبریال یې د هغه د کار له امله نه دی نیولی.
خو د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې یې په افغانستان کې د خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۳۳۶ پېښې ثبت کړي دي.