د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

خواجه اصف: افغان طالبانو تر دې ټي ټي پي د لېږد لپاره پيسې غوښتې وې


د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ددې هېواد په پارلمان کې - عکس له ارشیف اخیستل شوی دی
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ددې هېواد په پارلمان کې - عکس له ارشیف اخیستل شوی دی

ډیورند کرښې ته څېرمه برمل ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو له بمبارۍ او ورته له  بیلابیلوغبرګونونو نېږدې لس ورځې ورسته، تازه د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې د طالبانو حکومت ورڅخه له سرحدي سیمو د تحریک طالبانو پاکستان (ټي ټي پي) ډلې د انتقال لپاره پیسې غوښتې دي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت رد کړې ده.

خواجه اصف ویلي، د طالبانو حکومت له دوی څخه د ۱۰ میلیارد پاکستاني کلدارې غوښتنه کړې وه څو د ټي تي پي غړي په افغانستان کې ډیورنډ کرښې ته له څېرمه سیمو لویديز ته انتقال کړي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د جنوري په لومړۍ نیټه جیو نیوز پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې که څه هم وویل چې دا غوښتنه په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو حکومت لخوا مطرح شوې وه خو زیاته یې کړه"موږ ورته وویل که موږ تاسو ته ۱۰ میلیارد روپۍ درکړو او هغوی (ټي ټي پي) بیرته راشي، نو په دې اړه تاسو ضمانت راکولی شئ؟ خو هغوی دې ته کوم ځواب نه درلوده."

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دغه شان زیاته کړه چې په دې ناسته کې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر، ملا یعقوب، د کورنیو چارو وزیر یې، سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر یې امیر خان متقي او په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین حضور درلود.

د نوموړي په خبره دوی د طالبانو حکومت ته وویل چې که د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې مخه ونه نیسي نو دوی اړ کیږي چې په دې برخه کې اقدام وکړي چې په هغه صورت کې به د طالبانو حکومت شکایت نه کوي. سمه

خو د طالبانو حکومت مرستیال ویاند د نوموړي دا ادعاوې رد کړې دي.

طلوع نیوز خصوصي تلویزیون په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) د حمدالله فطرت په حواله ویلي" د تاسف ځای دی چې د پاکستان لوړ پوړي چارواکي دا شان څرګندونې کوي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، رانا ثنا الله بیا د ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو کې د امریکا غږ اردو څانګې سره په مرکه کې ویلي وو چې د طالبانو حکومت دوی ته ویلي چې له ډیورنډ کرښې به پاکستاني طالبان لېرې د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي خو هغه مهال نوموړي د طالبانو د حکومت له خوا د دې کار په بدل کې د ۱۰ میلیارده پاکستاني روپیو د غوښتنې خبره نه وه یاده کړې.

له دې خبرې څو ورځې وروسته بیا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ویلي وو چې دوی ډریورنډ کرښې ته څېرمه په بېلابېلو ولایتونو کې مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقالوي، خو نوموړي د دې کډوالو او د هغو ولایتونو په اړه نور جزیات نه و ورکړي چیرې چې کډوال انتقالیده.

پاکستان په وروستیو کې په دې پلمه چې ګوندې د پاکستاني طالبانو غړي یې په نښه کړي څو ځلې ډیورنډ کرښې ته څیرمه د افغانستان په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي چې تر ټولو وروستی هغه یې د مرغومۍ په ۴مه نیټه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي بمباري وه چې شاوخوا ۵۰ کسان پکې ووژل شول.

طالبانو ادعا کړې چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي خو پاکستاني چارواکو بیا ادعا وکړه چې دوی د ټي تي پي مشران په نښه کړي.

تر دې وړاندې هم پاکستان د روان ۲۰۲۴ میلادي کال په مارچ کې په پکتيکا او د ۲۰۲۲ میلادي کال په اپرېل کې په خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې وې چې یو شمیر ملکیان په کې وژل شوي ول.

که څه هم په لومړیو کې د خواجه اصف او د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په شمول یو شمېر لوړ پوړو پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د جمهوري نظام د نسکوریدو او دغلته د طالبانو د بیا واکمنیدو هرکلی کړی وو خو له هغې راوروسته یې په وار وار په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړی خو د طالبانو حکومت بیا تل دا ډول ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره د بل هیڅ هېواد پر ضد کاریدو ته نه پریږدي، خو د ملګرو ملتونو د راپورنو له مخې د ټي ټي پي شاوخوا ۶زره جنګیالي دا مهال په افغانستان کې حضور لري.

په عین حال کې د پاکستاني طالبانو تحریک په وروستیو په پاکستان کې د پاکستان پر پوځي او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG