د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

د کندهار فرنیچر صنعت: له وارداتو څخه تر ځان‌بساینې پورې


په دې وروستیو کې په کندهار کې د فرنیچر د تولید صنعت په بې‌ساري ډول پرمختګ کړی دی. اوس مهال د دې ولایت تر ۷۰ سلنه فرنیچر تولیدات محلي دي، چې پخوا به له بهرنیو هېوادونو واردېدل.

د فرنیچر جوړولو دا لویه فابریکه دوه کاله وړاندې فعاله شوې ده، چې اوس مهال لسګونه کسان پکې کار کوي.
دغه فابریکه د عصري ماشینونو په مټ د فرنیچر بېلابېل توکي لکه دفتري مېزونه، چپرکټونه، المارۍ، کوچونه، او نور جوړوي.

احمد همت، چې د دې فابریکې یو کارکوونکی دی، وایي چې د دوی تولیدات نه یوازې د کندهار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د هېواد نورو ولایتونو ته هم استول کېږي.
احمد همت زیاتوي:
"پخوا به ډېر خلک له بهرنیو هېوادونو فرنیچر راوړل، خو اوس زموږ د فابریکې توکي د کیفیت له پلوه د هغوی سیالي کولی شي. موږ دلته داسې شیان جوړوو چې خلک یې له خوښۍ کاروي."

د فابریکې مسؤول محمد اسماعیل وایي چې اوس مهال د دوی تولیدات ۷۰ سلنه هغه اړتیاوې پوره کوي چې مخکې به له بهرنیو هېوادونو څخه واردېدې.
هغه وایي چې که حکومت د دې صنعت ملاتړ وکړي، دوی به وکولی شي د فرنیچر تولید لا زیات کړي او د صادراتو کچه لوړه کړي.

محمد اسماعیل زیاتوي:
"زموږ غوښتنه له حکومته داده چې پر بهرنیو فرنیچر توکو چې زموږ هېواد ته واردېږي، مالیات لوړ کړي. دا توکي نه یوازې کمزوری کیفیت لري، بلکې زموږ د کورنیو تولیداتو بازار ته هم زیان رسوي."

د کندهار صنعت او معدن خونې مشر سید سرور اماني وایي چې د فرنیچر جوړولو په برخه کې روان پرمختګ د دې ولایت د اقتصادي ودې لپاره یو مثبت ګام دی.
نوموړی په دې برخه کې د حکومت پر ملاتړ ټینګار کوي او وایي چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ به نه یوازې د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي، بلکې د خلکو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې به هم مرسته وکړي.
سید سرور اماني زیاتوي:
"په کندهار کې د فرنیچر جوړولو صنعت ورځ تر بلې وده کوي. موږ له حکومته غواړو چې د دې صنعت د ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، څو سوداګر او کارخونې لرونکي نور هم پرمختللي تولیدات وړاندې کړي."

د صنعت او معدن خونې مسؤول زیاتوي، په کندهار کې د فرنیچر تولید نه یوازې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اغېزناک دی، بلکې د دې صنعت پرمختګ د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې هم مهم دی.
د نوموړي په خبره که حکومت د وارداتي فرنیچر په مخنیوي او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره لازم ګامونه پورته کړي، نو کندهار به په دې برخه کې په سیمه کې یو تولیدي مرکز شي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG