د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) ارزونه ښيي چې کرونا ویروس احتمالاً له یوه لابراتوار څخه خپور شوی دی.
د سي آی اې دا تازه راپور د جو بایډن په اداره کې د ویلیم برنز تر څارنې لاندې جوړ شوی و، خو د شنبې په ورځ (د سلواغې/ دلوې په ۶مه) د دې ادارې نوي مشر، جان رتکلیف، په امر له محرمیت څخه راووت.
د دې تازه ارزونې له مخې، چې په نویو معلوماتو او شواهدو ولاړه نه ده، کرونا ویروس، چې د ۲۰۱۹ کال په نوومبر کې یې یوې مرګونې وبا ته لار هواره کړه، «ډېر احتمال» شته چې د چین له یوه لابراتوار څخه سرچینه اخیستې وي. سره له دې، سي آی اې د دې پایلې د یقین کچه «کمه» بللې ده.
د ۲۰۲۳ په مارچ میاشت کې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي آی) مشر، کریسټوفر ری، ویلي و چې د دې ادارې تحقیقات ښيي چې د کرونا ویروس د خپرېدو سرچینه احتمالاً د چین د ووهان ښار د ویروس پېژندنې لابراتوار دی.
په همدې وخت کې، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم راپور ورکړ چې د امریکا د انرژۍ وزارت د «ټیټې کچې په اعتماد» سره دې پایلې ته رسېدلی چې د کرونا وبا سرچینه چین و او له هغوی څخه په غیرعمدي ډول دا ویروس خپور شوی دی.
څو میاشتې وروسته، بریتانیايي رسنیو د داسې څېړنې راپور ورکړ چې د ووهان د ویروس پېژندنې انستیتوټ درې پوهان یې د کرونا د وژونکي ویروس د خپرېدو لومړني ناروغان یاد کړي دي. کرونا ویروس چې د ۲۰۱۹ په نوومبر کې په چین کې څرګند شو، داسې وبا یې رامنځته کړه چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې د تېر کال د ژمي تر پیل پورې تر ۷۷۲ میلیونه زیات کسان پرې اخته شوي وو او تر اووه میلیونه زیات انسانان یې مړه کړي دي.
سره له دې، کارپوهان وايي چې تر هغه وخته چې چین د دې وبا د پیل په اړه خپلې موندنې او شواهد له نړیوالې ټولنې سره شریک نه کړي، د کووېډ-۱۹ د منشا په اړه په یقیني ډول څه نه شي ویل کېدای. چین تر دې دمه له دې کار څخه ډډه کړې او د کرونا د منشا موندل یې «سیاسي» بللي دي.
ډونالډ ټرمپ، چې کرونا ویروس د هغه د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې خپور شو، د اوږدې مودې لپاره دا ویروس «چینایي ویروس» باله.
په ۲۰۲۴ کال کې، د دې مرګونې وبا د پیل په پنځم کال کې، د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا له چین څخه وغوښتل چې په دې برخه کې خپل معلومات او شواهد له نړیوالو ساینسپوهانو سره شریک کړي او دا یې «اخلاقي او علمي دنده» وګڼله.
د چین حکومت د دې سازمان غوښتنې ته په ځواب کې وویل چې ټول معلومات یې شریک کړي او هېڅ شی یې پټ نه دی ساتلی.