د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د کډوالو لویه کمیشنري: ۱۴۰ زره افغانان طبیعي پېښو اغېزمن کړي


ننګرهار
ننګرهار

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوبه کمېشنرۍ « یو ان اېچ سي ار» وايي چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه څه باندې ۱۴۵ زره کسان په افغانستان له طبعي افتونو اغیزمن شوي دي.

د کډوال په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري « یو این اېچ سي ار» وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې څه باندې ۱۴۵ زره کسان د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې له طبعي افتونو اغیزمن شوي دي.

دې کمېشنرۍ په افغانستان کې د طبعي افتونو د اغیز او څرنګوالي په اړه په خپل تازه راپور کې چې پرون جمعه یې خپور کړی ویلي چې لسګونه زره کسان په افغانستان کې د طبعي افتونو له کبله له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

د راپور پر بنسټ د افغانسان له ۳۴ ولایتونو ۳۳ یې له ناوړه طبعي افتونو او اقلیمي بدلونونو له ځپوونکو څپو سره مخامخ شوي دي.

د راپور پله مخې د سیلونو له کبله کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي او ځناور لمنځه تللي چې دې مسلې د خلکو په معیشت ناوړه اغیز پریښی دی.

په راپور کې همدا شان راغلي چې د طبعي افتونو له کبله روغتیايي مرکزونه، د اوبو رسولو شبکې او ښوونځیو ته هم زیانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د لویې کمېشنرۍ په راپور کې راغلي چې د افغانستان په شمال ختیځ بغلان ولایت کې طبعي افتونو ډېر زیانونه اړولی چې د ټولې مرګ ژوبلې او ویجاړې ۷۵ سلنه جوړوي او د څنګ تخار او بدخشان ولایتونه هم ډېر اغیزمن شوي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې له طبعي افتونو اغیزمن شوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې له ډول ډول ننګونو سره مخامخ دي.

د بغلان ولایت اوسېدونکی جاوید چې د سیلابونو له کبله یې کور ویجاړ شوی او میرمن او څلور ماشومان هم پکې لمنځه تللي دي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

« سهار کار ته تللی وم چې باران شو، کله چې کورته راغلم هیڅ هم نه وه پاتي، میرمن او څلور بچیان مې سیل وړي وه، الله پاک دې هغوی وبښي خو زما وضعیت اوس سم نه دی له بې وزلۍ او بې کارۍ سره مخامخ یم.»

د بغلان ولایت یو بل اوسېدونکی غلام محمد چې ادعا کوي سیلابونو یې زراعتي ځمکې او باغونه لمنځه وړي دي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

« زه اوس په پلخمري ښار کې ژوند کوم، د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، زموږ د عاید سرچینه ځمکې وې چې لمنځه ولاړې او اوس په بیوزلۍ کې ژوند تیروم، په دې ژمي کې لرګي، غوړ او اوړه نه لرو.»

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ اوسېدونکي عافیت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

« واخان ولسوالۍ له سیلابونو اغیزمنه ده، په ژمي کې د واورو او برف کوچونو او په اوړي کې د سیلابونو د راوتلو له کبله دغه ولسوالۍ اغیزمنه ده.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو متلونو د کمېشنرۍ د راپور پر بنسټ سختو بادونو او سیلابونو د افغانستان مرکزي او ختیځې سیمې په ځانګړې توګه ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه هم سختې زیانمې کړي چې تر ډېره پکې کورني بې ځایه شوي او راستنېدونکي کډوال میشت دي.

د یادونې ده چې په تېرو څه باندې دریو کلونو کې ډول ډول طبعي افتونو او د اقلیمي بدلون څپو افغانستان سخت زیانمن کړی دی، د چارو د کتونکو په خبره د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت د نه پیژندولو له کبله له دغو طبعي افتونو او کړکیچ سره نړیوالو سرچینو د افغانستان لاس رسی ستونزمن شوی چې له امله یې د دغه ناورینونو د ویجاړۍ کچه زیاته ده.

XS
SM
MD
LG