د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

د نورستان په وایګل کې ۸ کورونه په اور کې سوځېدلي


Nuristan, Noristan
Nuristan, Noristan

ځايي اوسیدونکي له حکومت او مرستندویه ټولنو غواړي چې زیانمنو شوو کورنیو سره دې بیړنۍ مرستې وکړې.

د نورستان د وانت وایګل ولسوالۍ په (ژاګ) کلي کې تیره ورځ (شنبه، د سلواغې ۶ مه) اورلګیدلی چې پکې د یوې کورنۍ اته کورونه سوځیدلې او خلکو ته يي زیات مالي زیانونه اړولي دی.

د سېمې یوه اوسیدونکي محمد اسماعیل (نورستاني) د لګیدلې اور په اړه ازادي راډیو ته وویل:

«د ژاګ کلي کې د یوې کورنۍ په کورونو کې د اور لګیدو له امله د عبدالقدیر، عبدالصبور، جمدر،شریف الله او نورو اته کورونه په بشپړ ډول سوځیدلي دي. په کورونو کې شته هر څه په اېرو بدل شوي دي.»

د همدې ولسوالۍ بل اوسیدونکي او قومي مشر حاجي عبدالستار خان وویل: «که څه هم چې اور د نژدې کلیو څخه ورغلو ځوانانو وژلی،خو خو د خلکو کورونه او بکې شته شیان یي ټول له منځه وړي دي.»

ده همداراز وویل:

«اور د ورځې به نهه بجې ناڅاپي لګیدلی دی، په اتو کورونو کې ۲۸ کوټې او نوره ابادي موجوده وه، هغه ټوله سوځیدلي ده، هغوي ته ډیر زیات مالي نقصان رسیدلی دی. غواګانې، اوزې او نور څاروي پکې سوځیدلي دي، خوراکي توکي د جامې او هرڅه يي له منځه تللي اوس هیڅ اسره نه لرې. د اور وژنې لپاره له وایګل کلي څخه درې سوه ځوانان ورغلي اور يې مهار کړی دی.»

ځايي اوسیدونکي له حکومت او مرستندویه ټولنو غواړي چې زیانمنو شوو کورنیو سره دې بیړنۍ مرستې وکړې.

په نورستان کې له بیړنیو پېښو سره د مبارزې او چمتو والي ادارې یو تن کار کوونکي چې له نوم ښودلو او غږ ثبتولو يي ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل: تراوسه د اورلګیدنې لامل او پکې خلکو ته د اوښتو مالي زیانونو پوره معلومات نه شته، خو خپلو مشرانو او مرستندویه ادارو سره يې د زیانمنو شوو کورنیو ستونزې شرېکې کړي او هغوب هم ورسره د مرستو رسولو ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG