په افغانستان کې د کوچني عمر ودونه لا هم یوه جدي ستونزه دي. د دې ناوړه دود له خپرېدو سره کلتوري، اقتصادي او ټولنیز لاملونه مرسته کوي. که څه هم دا ستونزه مخکې هم په افغانستان کې وه، خو ملګري ملتونه وايي، وروسته له هغه چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل او نجونې يې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړې، د کوچني عمر ودونو کچه د پام وړ زیاته شوې ده.
د کوچنیانو د ودولو اصلي لاملونه
- د زده کړو کچه: د یونیسف د راپور پر اساس، ۳۲.۲ سلنه هغه افغان نجونې چې نالوستې وې، تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې، په داسې حال کې چې د ۷٪ هغو نجونو ودونه تر ۱۸ کلنۍ مخکې شوې دي چې لوړې زده کړې یې کړې وې.
- بې وزلي :اقتصادي ستونزې اکثره کورنۍ دې ته اړ باسي چې خپلې کم عمره لوڼې واده کړي چې مالي فشار کم کړي یا ولور ترلاسه کړي. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اقتصادي ستونزې زیاتې شوې، او د دې له امله د ماشومانو ودونو شمېر لوړ شوی، ځکه کورنۍ د خوراکي اړتیاوو له نشتوالي سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د بې وزلو کورنیو ۴۳.۶٪ نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې، او د شتمنو کورنیو ۱۷.۵٪ نجونې واده شوې وې.
- کلتوري دودونه: دودیز رواجونه، لکه "بدل" (د کورنیو ترمنځ د نجونو تبادله) او "بد" (د شخړو د حل لپاره د نجونو ورکول)، د ماشومانو د ودونو یو بل لامل ګڼل کیږي.
- د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند: دا ژور باور چې نجونې د هلکانو پرتله ضعیفه دي، د کوچني عمر دودونو ته وده ورکوي، او د نجونو حقونه او فرصتونه محدودوي.
د قانوني چوکاټ نشتون
د افغانستان مدني قانون د ودونو لپاره د نجونو لږ تر لږه عمر ۱۶ کاله او د هلکانو لپاره ۱۸ کاله ټاکلی دی. خو د پلار په اجازه یا د محکمې په منظورۍ، نجونې په ۱۵ کلنۍ کې هم واده کولای شي. دا قانون چې نور په افغانستان کې نه عملي کیږي او طالبانو هم د واده لپاره قانوني سن نه دی اعلان کړی، کوچنیان نور هم د کم عمر د ودونو له خطر سره مخامخ دي.
د طالبانو محدودیتونه د کم عمره او جبري ودونو سیستم پیاوړی کوي. د څېړونکې ادارې (ODI) یا د بهرنۍ پراختیا انستیتوت د راپور له مخې، د هغو ودونو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې پرته د ښځو له خوښې په کم عمر کې ترسره کیږي. د سروې ۶۹ سلنه ګډونوالو ویلي چې لږ تر لږه یوه داسي نجلۍ پېژني چې په کم عمر واده شوې وي. نړیوالو مرستندویه ادارو او د بشري حقونو مدافعینو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په نتیجه کې د کوچني عمر د ودونو پر زیاتوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي محدودیتونه، د افغانستان له اقتصادي بحران سره یوځای د ماشومانو د ودونو د زیاتوالي لامل شوي دي. په ښارونو کې هم د کوچني عمر په ودونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په ښارونو کې دا ستونزه په تیرو ۲۰ کلونو کې د کمیدو په حال کې وه.
د یونیسف د ارزونې له مخې، ۲۸ سلنه افغان ښځې چې عمرونه یې د ۱۵ څخه تر ۴۹ کلونو پورې دي، تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوي دي.
اوسنی وضعیت:
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر حقونو، په ځانګړې توګه زده کړو او کار نور محدودیتونه وضع شول.
که څه هم طالبان ادعا کوي چې په تېرو درو کلونو کې یې شاوخوا ۵۰۰۰ جبري ودونه مخنیوی کړی، خو ملګرو ملتونو ویلي چې د طالبانو د محدودیتونو له امله د ماشومانو د ودونو په کچه کې يې ۲۵ سلنه زیاتوالی اټکل کړی دی.
په اګست میاشت کې طالبانو یو ۳۵ مادې لرونکی قانون تصویب کړ، چې په عملي کېدو سره يې ښځې ډېری بنسټیز حقونه له لاسه ورکوي.