د اپرېل څلورمه د ماینونو د ګواښونو په اړه د پوهاوي او پر وړاندې یې د اقدام لپاره د مرستې نړیواله ورځ ده.
افغانستان چې په ماینونو له ککړو هېوادونو بلل کېږي، په تېرو څو لسیزو کې د حکومتونو او مخالفو ډلو ترمنځ د وسله والو شخړو له امله په کې په پراخه کچه ماینونه کرل شوي او لاهم د دغه هېواد له خلکو څخه قربانۍ اخلي.
په افغانستان کې د ماینونو قربانیان وايي چې د بدن د غړو له لاسه ورکولو وروسته، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
رحیم الله له پخوانیو افغان پوځیانو او د افغانستان په ختیځ، ننګرهار ولایت کې د ماین له قربانیانو دی.
د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د دندې پر مهال د ماین چاودنې له امله مې دواړه پښې پرې شوې، له هغه وروسته مې ژوند ډېر تریخ شوی، اقتصادې ستونزې مې زیاتې دي، نه کار شته نه روزګار، په کور کې بل نفقه ګټونکی هم نه لرمرحیم الله
رحیم الله د اپرېل څلورمه د ماینونو د ګواښونو په اړه د پوهاوي او پر وړاندې یې د اقدام لپاره د مرستې نړیوالې ورځې له رارسېدو سره هم مهاله وایي چې کابو ۱۸ کاله وړاندې یې په زابل ولایت کې دواړه پښې د ماین چاودنه کې پرې شوې.
دی چې اوس د ۱۵ کسیزې کورنۍ سرپرست دی، ازادي راډیو ته یې وویل چې له معلولېدو وروسته اوزګاره شوی او له سختو اقتصادي ستونزوسره مخ دی.
هغه وویل، "د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د دندې پر مهال د ماین چاودنې له امله مې دواړه پښې پرې شوې، له هغه وروسته مې ژوند ډېر تریخ شوی، اقتصادې ستونزې مې زیاتې دي، نه کار شته نه روزګار، په کور کې بل نفقه ګټونکی هم نه لرم."
د افغان پوځیانو سربېره، د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي هم په تېرو څو لسیزو کې په بېلابېلو ماینونو ککړو سیمو کې د ماینونو او ناچاودو توکو قربانیان شوي دي.
د کندز ولایت اوسېدونکی امان الله وایي چې د خپلوانو دوه ماشومان یې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله معلوم شوي دي.
"کله چې هلکان د غوا او وزو پیولو ته تللي وو، هلته یې یوه اوسپنه موندلې وه او په ډبره یې ټکولې وه چې وروسته چاودنه یې کړې وه او دوی زیانمن شول، د یوه یې لاس او سترګه ژوبلې شوې او د بل یې لاس معلول او د لاس پنجې یې پرې شوې دي."
افغانستان له هغو ناامنه هېوادونو دی چې ډېری سیمې یې د حکومتونو او مخالفو ډلو ترمنځ د وسله والو شخړو او نښتو له امله له لسیزو راهیسې په کې ماینونه کرل شوي چې لاهم په مختلفو سیمو کې له خلکو قرباني اخلي.
په افغانستان کې د (ام ډي سي) په نوم د ماین پاکۍ مؤسسې مشر شهاب حکیمي ازادي راډیو سره خبرو کې د پاتې شویو ماینونو سیمو او له امله یې د رامنځته شویو تلفاتو په اړه وویل،
"۷۵ سلنه سیمې د شوروري د یرغل او کورنیو جګړو له وخته پاکې شوې، ۲۵ سلنه د شوري د اشغال، کورنیو جګړو او له طالبانو سره د نړیوالو ځواکونو د جنګېدو له وخته پاتې دي، له ۴۰۰ والسوالیو تقریبا په ۱۶۶ ولسوالیو کې ماینونه موجود دي، په ټولیزه توګه ۱،۲۰۰ میلیونه کلیومټر مربع سیمه ده چې په هره میاشت کې ۵۰ کسان قربانیان کوي چې ډېری یې ماشومان دي."
د ښاغلي حکیمي په خبره، د ماین پاکۍ پروګرام له مالي ستونزو سره مخ دی او اوس مهال له ۱۵ زرو کارکاوونکو یوازې ۲۵۰۰ تنه یې فعالیت کوي او په خبره یې، که نړۍ مرسته وکړي، نو په افغانستان کې به تر راتلونکو پنځو څخه تر اوو کلونو د ماینونو ستونزه حل شي.
په افغانستان کې د ماین پاکۍ متخصصین د ماین پاکۍ د پروګرامونو سپارښتنو او د عامه پوهاوي لپاره پیغامونو ته پاملرنه مهم بولي.
له دې ډلې حبیب الله فدا خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو ته سپارښتنه کوي چې دا د عامه پوهاوي پیغامونه په پام کې وساتي او په ماینونو ککړو سیمو ته نږدې نه شي.
کله چې هلکان د غوا او وزو پیولو ته تللي وو، هلته یې یوه اوسپنه موندلې وه او په ډبره یې ټکولې وه چې وروسته چاودنه یې کړې وه او دوی زیانمن شول، د یوه یې لاس او سترګه ژوبلې شوې او د بل یې لاس معلول او د لاس پنجې یې پرې شوې ديامان الله
ده ازادي راډیو ته وویل،
"ډېری پېښې چې رامنځته کېږي، اکثرا یې په داسې سیمو کې دي چې مخکېنۍ پوځي اډې او پوستې دي، خو اوس خالي شوي، که زموږ هېوادوال د ماینونو په اړه درې مهم پیغامونه عملي کړي، ماینونو او ناچاودو توکو سره نه مخ کېږي، لومړی دا چې د ماینونو او ناچاودو توکو پر لور ونه شي، دغو توکو باندې لاس ونه وهي او که یې ماینونه او ناچاودي توکي ولیدل دماین پاکۍ دفترونو ته دې راپور ورکړي."
د ماینونو د خطرونو او د دې پټ دښمن سره د افغانستان د سیمو د مخ پر زیاتېدونکې ککړتیا په اړه اندېښنې د اپرېل د څلورمې نېټې، د ماینونو د پوهاوي او په وړاندې یې د اقداماتو اړتیا له نړیوالې ورځې سره هم مهاله مطرح کېږي.
په ۲۰۲۵ کال کې دا ورځ د "خوندي راتلونکې له دې ځایه پیلېږي" تر عنوان لاندې نمانځل کېږي.
ملګري ملتونه وايي ځمکني ماینونه، د جګړې پاتې شوني او په لاس جوړ شوي چاودېدونکي توکي په ځانګړې توګه د وسله والو نښتو پر مهال د مرګ ژوبلې او ټپي کېدو لامل کېږي.
ملګري ملتونه وايي، "په اوسط ډول، په هر یو ساعت کې یو کس د دې ډول چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي یا ټپي کېږي او د قربانیانو په منځ کې بیا ډېری یې ماشومان دي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) هم د ماینونو د پوهاوي او پر وړانندې یې د اقدام د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل اېکس پاڼه (پخوانی ټویټر) لیکي چې افغانستان له جګړو د چاودېدونکو توکو د پاتې شونو پر وړاندې له زیان ګالو هېوادونو دی.
یوناما زیاته کړې چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په افغانستان کې لسګونه زره خلک د چاودېدونکو توکو له امله وژل یا ټپیان شوي چې په ټکو یې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم د دې ورځې په مناسبت یو راپور خپور کړی او په کې یې یادونه کړې چې افغانستان لا هم یو له هغو هېوادونودی چې ماینونه او ناچاودي توکي یې د خلکو د ژوند پر وړاندې جدي ګواښ بلل کېږي.
په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې، د سره صلیب کمېټې په افغانستان کې ۵۶۴ تلفات ثبت کړي چې له دې ډلې ۴۳۴ یې ماشومان وو.