له پولیو خلاص افغانستان په نوم بنسټ په خپله اېکسپاڼه کې پرته له دې چې ووايي په دې کمپاین کې به څومره ماشومان واکسین شي د دې کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.
په همدې حال کې یو شمېر کورنۍ وايي د واکسین نه کولو او په دې برخه کې د بې غورۍ له امله یې ماشومان ګوزڼ وهلي دي.
د بغلان ولایت اوسېدونکی شهباز وايي د یوې لور د ګوزڼ ضد واکسینو د تطبیق په برخه کې یې بې غوري د دې لامل شوې چې هغه په ګوزڼ اخته شي.
د نوموړي په خبره لس کلنه لور یې له څو کلونو راهیسي په دواړو پښو فلج شوې او نه شي ګرځېدای:
[زما لور ده پښې یې کار نه کوي، په خپل اختیار کې نه دي، ما خپله واکسین کړی نورو ماشومانو هم کړي خو د دې لور په برخه کې مې بې تفاوتي کړې ده، څو ځل چې واکسیناتوران راغلل ما اجازه ورنکړه چې لور ته مې واکسین وکړي.]
شهباز وايي نورو دریو ماشومانو ته یې واکسین تطبیق کړی او هغوی روغ او جوړ دي.
د خوست ولایت یوه اوسېدونکې هریوا وايي چې په ګاونډ کې یې یوې کورنۍ خپل ماشوم نه وو واکسین کړی چې اوس په ګوزڼ ناروغۍ اخته دی.
[زموږ په سیمه کې یوه کورنۍ ده چې خپل کوچنیان به یې نه واکسین کول، وروسته یې ماشوم په پولیو اخته شو، یو یوه پښه یې فلج شوه، چې تراوسه له دې وضعیته کړیږي.]ا
دا په داسې حال کې ده چې له پولیو پاک افغانسان په نوم یو بنسټ د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.
دغه بنسټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې سر له سبا یانې دوشنبې به په کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کابل، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې دا کمپاین پیل شي.
خو دا چې په دې کمپاین کې به څومره ماشومان واکسین شي په دې اړه یې څه نه دي ویلي.
په دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان هم د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
متخصص ډاکتران وايي ګوزڼ، یوه خطرناکه ناروغۍ ده چې د ماشومانو د فلج لامل کیږي.
دوی وايي له دې ناروغۍ د خلاصون یواځینۍ لار ماشومانو ته د واکسین کول دي.
د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر فرید شاه ازادي راډيو ته وویل:
[پولیو یوه ساري او ویروسي ناروغي ده چې د اوبو او ککړې خوړو او ناروغ انسان سره د تماس له لارې روغ انسان ته انتقالیږي، او ډیری ماشومان پرې اخته کیږي، دا ناروغۍ د معیوبیت لامل کیږي چې د دې ناروغي له امله رامنځته کیږي، دا دایمي معیوبیت دی، که چیري تنفسي عضلي پرې ککړې شي ان د مرګ لامل کیږي.]
روغتیا پالان ټینګار کوي چې خلک باید د واکسینو په برخه کې ناغیړي ونه کړي.
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تیر میلادي کال کې د پولیو هیڅ مثبته پېښه په افغانستان کې نه ده ثبت شوې خو د روغتیا نړیوال سازمان د راپور بر بنسټ، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې په دغه هیواد کې ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هیوادونه چې لا هم په کې د پولیو مثبتې پېښې شته.