د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

د ولسمشر ټرمپ فرمان د شا او خوا ۲۰ زره افغانانو کډوالۍ پروسې ځنډولي دي


امريکا ته د افغانانو د انتقال يو بنسټ افغان اېويک وايي د کډوالۍ د پروګرامونو په ځنډ سره ۲۰زره افغانان او کورنۍ يې سمدستي اغېزمن شوي او له بې برخليکۍ سره مخ دي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه اجرايي فرمان سره بهرنۍ مرستې ځنډولي چې پر اساس يې د کډوالو د انتقال او بيا هستوګنې د ټولو پروګرامونو مالي تمويل هم بند شوی.

ليمه عزيزي له دوو کلونو راهيسې په پاکستان کې امريکا ته د تلو په انتظار پاتې ده خو وايي د متحده ايالتونو وروستۍ پرېکړې سخته ناهيلې کړې ده.

هغې ازادي راډيو ته په يوه پېغام کې وويل افغانستان ته هم نه شي تللی او نه پوهېږي څه وکړي.

«زما د اس آی وي دوسیه ده. دوه کاله کېږي چې موږ منتظره يو. خو اوس دا پروسه ختمه شوه. موږ ان د پروازونو لپاره هم چمتووالی نيولی وو. بدبختانه چې د امريکا له خوا زموږ پروسه وځنډېده. بيا هم که دا پيل نه شي موږ به څه کوو؟ دلته خو پاکستان کې هم وضعه خرابه ده. که چېرته موږ بيا بېرته افغانستان ته هم لاړ شو نو هلته خو خاصتاً د ښځو او نجونو لپاره سور تنور دی. نو موږ حيرانه يو چې څه به کوو؟»

د راپورونو په اساس د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د کډوالۍ ادارې د هغو ټولو پروسو مالي تمويل بند کړی چې د افغانانو په شمول د کډوالو د انتقال چارې سمبالوي.

دې ادارې په يوه مکتوب کې چې يوه کاپي يې د افغانانو د انتقال يوې موسسې افغان اېويک په خپله ایکس / پخواني ټویټر پاڼه خپره کړې د انتقال د پروسو ټولو اجنسيو او بنسټونو ته امر کړی چې د جنورۍ له ۲۴مې وروسته کارونه ودروي ځکه مالي تمويل يې بند شوی.

دا وروسته له هغه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه اجرايي فرمان سره د امريکا بهرنۍ مرستې د بيا کتنې په هدف تر نوي ورځو پورې وځنډولې.

دې چارې د کډوالو د انتقال او تمويل پروګرامونه هم وځنډول.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه جلا بيان کې ويلي چې د کډوالۍ پروګرامونه نور ورته لومړيتوب نه لري.

علي صمدي له دريو کلونو راهيسې په پاکستان کې دی څو د پي ۱ دوسيې له لارې امريکا ته لاړ شي خو د ټرمپ ادارې وروستۍ پرېکړې بې برخليکه کړی.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

«څه باندې درې کاله کېږي د خپل دوسيې د پروسس لپاره پاکستان کې يم. زه او زرګونه افغانان او د امريکايي ځواکونو همکاران د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د رسمي ايمېل په اساس پاکستان ته راغلي يو. څه باندې درې څلور کاله کېږي دلته خلک منتظره دي خو متاسفانه دا پروسه د ښاغلي ټرمپ له خوا لغوه او تعليق شوې چې متاسفانه دې چارې د امريکايي ځواکونو د افغان همکارانو په وړاندې ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي.»

د افغانانو د انتقال بنسټ افغان اېويک په خپل بيان کې زياته کړې چې د امريکا ۲۰زره افغان متحدين او کورنۍ يې سمدستي له دې امره اغېزمن شوي او بې برخليکه پاتې دي.

د دوی اکثرو غوښتنليکونه منل شوي وو او د کډوالۍ په نړيوال سازمان او امريکا سفارت کې تر مرکو وروسته امريکا ته د پرواز په تمه وو.

د افغان اېويک بنسټ مشر شان ون ډایور په خپله ایکس / پخواني ټویټر پاڼه ليکلي د کډوالو د انتقال او هستوګنې د چارو د مالي تمويل په بندېدو سره به ان امريکا ته انتقال شوي کډوال هم له ستونزو سره مخ وي.

اي آر سي د ژغورنې نړيوالې کمېټې د ټرمپ د ادارې له خوا د کډوالۍ د پروګرام د ځنډولو په پرېکړې اندېښنه ښوولې ده.

د دې کمېټې په اعلاميه کې راغلي چې د ټرمپ اداره بايد د نړۍ ګوټ ګوټ کې د کډوالو د بيا هستوګنولو له همکارو موسسو سره خپله مرسته بيا پيل کړي. يادې کمېټې دا خبرداری ورکړی که د کډوالو د هستوګنولو پروګرام بيا پيل نه شي سياسي مخالفين، مذهبي اقليتونه او د جګړو تر ټولو زيانګالي خلک به تاوان ورکوي.

امريکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې څه باندې ۱۲۰زره افغانان بهر وايستل. د امريکايي پوځیانو زرګونه افغان همکاران چې په پاکستان، متحده عربي اماراتو او په دې وروستيو کې فيليپين ته انتقال شوي دي، د امريکا د حکومت وروستي اقدام له بې برخليکۍ سره مخ کړي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG