د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

په جرمني کې دېره افغانان وايي، دوی به د مجرمانو په نیولو کې له پولیسو سره همکاري وکړي


یوه افغان په دغه پارک کې د یوه ۲ کلن ماشوم په ګډون دوه تنه په چاقو ووژل.
یوه افغان په دغه پارک کې د یوه ۲ کلن ماشوم په ګډون دوه تنه په چاقو ووژل.

په جرمني کې د ځینو افغانانو له خوا د جرمونو له زیاتېدو او د دغه هیواد د چارواکو له توندو غبرګونونو ورسته اوس هلته یو شمیر افغانان وايي د دا شان اعمالو په وړاندې باید خپله افغانان هم لاس پکار شي.

په جرمني کې د ځینو افغانانو له خوا د جرمي په ځانګړي ډول د وژنو د خبرونو له ډېرېدو سره، په دغه هیواد کې یو شمیر مېشت افغانان دا اعمال د بشریت ضد ګڼي او وايي، په کار ده چې د دې ډول کسانو په وړاندې خپله افغانان اقدام وکړي.

دوی وايي، په دغه هیواد کې استوګن افغانان او د دوی ټولنې باید تر جرم مخکې د دغه ډول اشخاصو د پېژندنې په برخه کې همکاري وکړي او امنیتي ادارو ته یې معرفي کړي.

په جرمني کې میشت پخوانی خبریال او مدني فعال عنایت صافي ازادي راډیو ته وویل:

" دا واقعا یوه زړه بوږنونکې خبره ده، یو غیر انساني کار دی چې دلته رامنځته کېږي، دا نه یوازې دا چې د افغانانو نوم بدوي بلکې د دوی په اړه د دې خلکو ذهنیتونه منفي خواته بیايي، زما په اند د افغانانو ټولنې چې دلته په جرمنې کې دي باید دا خلک تثبیت کړي او وخت په وخت یې په اړه ځايي چارواکو او پولیسو ته خبر ورکړي"

په جرمني کې میشت د پوهنتون پخوانی استاد خوشحال اصفي هم ورته نظر لري:

" دغه کوم افغانان چې دلته په جرمني کې اوسېږي دوی باید خپل غږ اوچت کړي چې مونږ د داسې اعمالو خلاف یو، ځکه متاسفانه کومې ورستۍ پېښې چې وشوې دا ټول افغانان تر خپل سیوري لاندې راولي، که څوک درس وايي او که څوک کار کوي، ټولو ته بیا په یوه سترګه کتل کېږي، عامه ذهینت بیا داسې دی چې ټول افغانان مجرمین دي، نو د دې کار باید مخیوی وشي او دا کار باید خپله افغانان وکړي."

د جرمني پولیسو د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۲مه) خبر ورکړ چې یو ۲۸ کلن افغان ځوان د اشافنبورگ (Aschaffenburg) ښار په یوه پارک کې پر څو کسانو د چاقو په وسیله له برید وروسته نیول شوی دی.

پولیسو ویلي وو، چې بریدګر تر نیول کېدو مخکې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه د چړې په ګوزارونو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

څارنوالانو ویلي چې د دې پيښې د انګیزې د موندلو لټه کوي او داسې ښکاري چې لامل یې رواني ستونزې وي.

مخکې تر دې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشت په لومړیو کې د جرمني په دوو ښارونو کې د دوه افغان کډوالو له لوري د چړو په جلا جلا بریدونو کې یو پولیس وژل شوی و او لس تنه نور ټپیان شوي وو.

په جرمني کې میشتو ۱۴۰ سیاسي فعالانو، خبریالانو، د بشري او ښځو د حقونو فعالانو هم په یو سر خلاصي لیک چې رسنیو ته هم لېږل شوی اشافنبورگ ښار کې د وژنې دا تازه پېښه غندلې او د خواشینې په څرګندولو سره یې د جرمني له چارواکو غوښتي چې داشان له تاوتریخوالي ډکو اقداماتو عاملین باید که هر څوک وې د جرمني د قوانینو له مخې محاکمه شي.

په برلین کې د پوهنتون استاد او د امنیتي چارو شنونکی محمد اسحق اتمر هم وايي دا پیښې ډیری د رواني ستونزو له امله رامنځته کېږي او ټینګار کوي چې په لومړي سر کې په جرمني کې د کډوالو ادارې او بیا د افغانانو بېلابیلې ټولنې باید د دغو ځوانانو، ستونزو او رواني مشکلاتو ته پام واړوي:

" اول باید د کډوالو اداره، یا ادارې چې مهاجرینو سره کار کوي د دغو ځوانانو روغتیايي وضعیت ته پام وکړي، د دې تر څنګ دلته افغاني فرهنګي او کلتوري ټولنې شته چې افغانانو سره کار کوي، دوی باید دې موضوع ته جدي پام وګرځوي څو دا ځوانانو ټولنه کې مدغم شي، که داسې ونشي او دا پېښې تکرار شی، نه به د افغانانو په ګټه وي او نه د نور کډوالو په ګټه"

په دې اړه په جرمني کې میشتو د افغانانو د بېلابیلو ټولنو مسوولینو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو مخکې یو شمیر دوی ازادي راډیو ته ویلي وو چې ځوانانو سره په ټولنه کې د مدغم کېدو، د مخدرو موادو د ضررونو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه کار کوي.

په جرمني کې د افغانانو له خوا جرمي پېښو د د دغه هیواد د چارواکو جدي غبرګونونه راپارولي دي او دا داسې مهال دي چې جرمني کې شا او خوا یوه میاشت وروسته پارلماني انتخابات ترسره کېږي په کومو کې چې په جرمني کې د کډوالو د منلو موضوع د بحثونو او کمپاینونو توده مساله ده.

د جرمني سوید دویچه څایتونګ ورځپاڼې جمعه (د سلواغې ۵مه) د کورنیوچارو وزارت د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې چارواکو له یوه سیمه ایز شریک سره ګډ کار پیل کړی، څو په جنايي جرمونو د محکومو افغانانو یوه بله ډله هم افغانستان واستوي.

مخکې دغه هیواد د روان کال په وږي میاشت کې ۲۸ افغانان چې ویل کېدل په بېلابېلو جرمونو تورن وو، د قطر هوايي شرکت په یوه الوتکه کې افغانستان ته لېږلي وو.

د جرمني شپیګل مجلې هغه مهال ویلي و چې د دغو افغانانو شړل د دوحې په منځګړیتوب شوي دي.

XS
SM
MD
LG