نوموړي پرون ناوخته، د دلوې په ۶مه نېټه په ایکس /پخوانی ټویټر ولیکل:
"اوس مې واورېدل چې طالبانو تر راپور شویو شمېر څخه زیات امریکايي یرغمل نیولي دي. که دا خبره ریښتیا وي، موږ باید د طالبانو لوړپوړو مشرانو لپاره سملاسي یوه ډېره ستره جایزه وټاکو، ښایي له هغې هم لویه چې د اسامه بن لادن لپاره مو ټاکلې وه."
په امریکا کې د جوبایډن د ولسمشرۍ په وروستۍ ورځ، طالبانو د خپل یوه غړي خان محمد د خوشې کېدو په بدل کې دوه امریکایي بندیان، رایان کوربیټ او ویلیم مکینټي ازاد کړل او هغوی امریکا ته ستانه شول.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، دوه نور امریکایي اتباع، جورج ګلزمن او محمود شاه حبیبي لا هم د طالبانو په بند کې دي. خو طالبان د افغان الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي د نیولو خبره ردوي.
طالبانو تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغه ګواښ په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنایي نړیوالې محکمې څارنوال، کریم خان، د پنجشنبې په ورځ، د دلوې ۴مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو، په ځانګړې توګه د هغوی د مشر ملا هبتالله اخونزاده او د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه یې کړې ده. د طالبانو دا مشران په بشري جنایتونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو تبعیضونو په تور تورن دي.
خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال دې غوښتنې ته په غبرګون کې وویل چې دا اقدام "دوه ګونی چلند او سیاسي انګېزه لري."
د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو فعالانو او د افغان ښځو د حقونو ملاتړو د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال ددې غوښتنې هرکلی کړی دی.