د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

اسراییلو د لبنان سرحدي کليو اوسېدونکو ته د کورونو پرېښودو امر کړی


د اسراییلو پوځ د لبنان د لسګونو کليو اوسېدونکو ته ويلي چې تر بلې خبرتيا پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شي.

دا اعلان يوه ورځ وروسته له هغه وشو چې اسراییل وويل د دوی ځواکونه به د وتلو لپاره د ننني ضرب الاجل وروسته هم د لبنان په جنوب کې پاتې شي.

د اوربند هغه تړون چې د حزب الله او اسراییل ترمنځ د تېر کال جګړه پای ته ورسوله، د واشنګټن او پاریس په منځګړيتوب رامنځته شوی و او د ۶۰ ورځو موده يې نن يکشنبه پای ته رسېږي.

د دې اوربند له مخې، اسراییلي ځواکونه بايد له سرحدي سيمو څخه ووځي او د لبنان پوځ به په دغو سيمو کې ځای پر ځای شي.

خو د رویټرز د راپور په اساس، د اسراییلو پوځ د جمعې په ورځ ويلي چې د لبنان د حکومت لخوا شرايط په بشپړه توګه نه دي پلي شوي. د اسراییلو پوځ د وخت له معلومولو پرته ويلي چې سرتېري به يې د لبنان په جنوب کې پاتې شي.

د لبنان پوځ، چې د امريکا متحده ايالتونو لخوا يې ملاتړ کېږي، پرون اسراییل تورن کړ چې د هېواد له جنوب څخه يې وتل ځنډولي.

د اسراییلو پوځ په ایکس / پخواني ټویټر پاڼه کې د لبنان د لسګونو کليو يوه نقشه خپره کړې او اوسېدونکو يې ته ويلي چې تر بلې خبرتيا پورې خپلو کورونو ته له راستنېدو منع دي.

د نقشې په اساس چې سرحدي سيمې ته نږدې يوه کرښه پکې ښکاري، خبرداری ورکړل شوی چې که هر څوک د دې کرښې جنوب ته حرکت کوي، ځان په خطر کې اچوي.

د اسراییلو او حزب الله ترمنځ اوربند د دوی تر منځ يو کلنه جګړه پای ته ورسوله. په دې يو کلنه موده کې اسراییلو په لبنان د لویو بريدونو پر مهال د حزب الله ډله ډېره کمزورې کړه.

حزب الله د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي، او سياسي څانګه يې هم په پارلمان کې استازي لري.

حزب الله ويلي چې د اسراییلي ځواکونو په وتلو کې هر ډول ځنډ به د اوربند د تړون سرغړونه وي او مسووليت د لبنان حکومت ته ورګرځي.

د رویټرز په وينا، سپينې ماڼۍ د لنډمهاله اوربند د غځولو پر بيړنۍ اړتیا ټينګار کړی دی.

د لبنان ولسمشر جوزف عون، د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره په خبرو کې ټينګار کړی چې د لبنان په جنوب کې د ثبات د ټينګښت په هدف بايد اسراییل د تړون د پلي کولو لپاره مکلفه وګرځول شي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG