د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د مال لېږدوونګو ګاډو پر قافلې وسلوال برید شوی دی

تازه شو

د جنورۍ په پیل کې هم کورمې ته د مال لېږدوونکو ګاډو قافله د امنیتي اندېښنو له وجې ځنډېدلې وه - د جنورۍ څلورمې انځورر.
د جنورۍ په پیل کې هم کورمې ته د مال لېږدوونکو ګاډو قافله د امنیتي اندېښنو له وجې ځنډېدلې وه - د جنورۍ څلورمې انځورر.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې وسلوالو د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې برید کړی دی چې پکې لږ تر لږه شپږ ګاډي سوځېدلي دي.

د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې هغه قافله د جنورۍ پر ۱۶مه له ټله د پاړه چینار پر لوري روانه وه چې په بګن کې ورباندې حمله وشوه.

دی وايي چې په قافله کې ۳۵ مال لېږدوونکي ګاډي شامل ول او چې ۱۳ ګاډي یې بګن ته داخل شول نو هلته ورباندې وسلوالو "د وړو او لویو وسلو" په کارولو برید وکړ.

د چارواکي په خبره، په ګاډو کې یوازې ډرېوران او کلینران سپاره ول او مساپر پکې نه ول.

پولیس وايي چې په حمله کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او څلور ژوبل دي.

د پولیسو هغه لوړپوړی چارواکی وايي چې د برید پر مهال شپږ ګاډي سوځېدلي او دوه اوښتي دي.

ده وویل چې امنیتي سرتېرو هم ځوابي ډزې وکړې خو وسلوال وتښتېدل.

چارواکي وویل چې تر اوسه معلومه نه ده چې حمله چا کړې ده او چا یې مسوولیت هم لا نه دی منلی.

پولیس وايي چې پاتې ګاډي یې خوندي ځای ته لېږدولي دي.

په بګن کې یو ولسي مشر اقبال بادشاه مشال راډیو ته وویل چې تر برید وروسته امنیتي ځواکونو پر سیمه د هېلېکاپټرو له لارې ډزې کړې دي چې پکې د یو ماشوم په ګډون پینځه تنه ژوبل شوي دي.

د پولیسو د یو بل چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته تایید کړه چې امنیتي ځواکونو پر بګن بازار، ټالو کونج او توی غاړه له هېلېکاپټرو ډزې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.

د هغې موافقې په ۱۴ نکاتو کې د لويو لارو خلاصول او په ۱۵ ورځو کې د وسلو سپارلو تګلاره جوړول او سنګرونه ړنګول شامل دي.

په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

په سیمه کې د لارو بندېدو له وجې د خوړو، دواګانو او د ورځني استعمال د نورو شیانو سخت کمښت پیدا شوی دی.

د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG