د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې یوه ماشومه ګوزڼ وهلې ده


په پېښور کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

هغې ادارې د جنورۍ پر ۱۵مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د ډېره اسماعيل د يوې ماشومې په وينه کې د پولیو وایرس تایید کړ.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د هغه نجلۍ د وینې نمونې د ډېسېمبر پر ۳۱مه لېبارټرۍ ته استول شوې وې نو ځکه دا پېښه په ۲۰۲۴ز کال کې حسابوي چې ورسره سم تېر کال په پاکستان د پولیو د پېښو شمېر ۷۲ ته لوړ شوی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا کې ۲۲، په سیند کې ۲۱ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر په نیمايي کې له بلوچستانه پرته د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو او بیا د میاشتې په پای کې په بلوچستان کې د پولیو اووه ورځني واکسیني کیمپېنونه ترسره شول او د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د فبرورۍ په پیل کې په ټول هېواد کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان واکسینوي.

په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

په عین وخت کې بېل اېنډ مېلېنډا ګېټس بنسټ په افغانستان کې د ګوزڼ ختمولو لپاره د ځانګړي پروګرام پیلولو اعلان کړی دی. هغه بنسټ د جنورۍ پر ۱۲مه خلیج ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې پروګرام به د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عرب او د اسلامي پراختیايي بانک په همکارۍ د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې تمویل شي.

د بېل او مېلېنډا ګېټس بنسټ د پولیو د ختمولو هغه نړیوال نوښت برخه دی چې د حکومتونو او نړیوالو سازمانونو یوه لویه پروژه ده.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG