د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشا بازار دوکاندارانو له حکومته د ړنګو دوکانونو د معاوضو غوښتنه کړې ده


د شمالي وزيرستان په ميرامشا بازار کې د وسلوالو خلاف د پاکستان پوځ د عملياتو پر مهال ګڼ مارکېټونه او دوکانونه وران شوي ول ـ انځور له ارشيفه
د شمالي وزيرستان په ميرامشا بازار کې د وسلوالو خلاف د پاکستان پوځ د عملياتو پر مهال ګڼ مارکېټونه او دوکانونه وران شوي ول ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرامشا بازار دوکاندارانو يو ځل بيا پر حکومت غږ کړی دی چې د پوځي عملیاتو پر مهال دې د ړنګ شويو دوکانونو د معاوضې پاتې پیسې ورکړي.

د دوکاندارانو د کمېټۍ مشر ثنا الله خان د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وويل چې د وسلوالو خلاف د ۲۰۱۴ز کال په پوځي عملیاتو کې ميرامشا بازار په بشپړه توګه ړنګ شوی وو.

د نوموړي په خبره، تر هغه وروسته حکومت د رسېدلي زیان اندازه ولګوله او دوی ته يې د څه د پاسه پینځه نیم اربه (مېليارده) روپيو معاوضې ورکولو منظوري ورکړه چې پکې تر اوسه ورته يوازې دوه اربه روپۍ ورکړل شوې دي. "څه کم يو ارب روپۍ مو صوبايي حکومت او څه کم دوه اربه روپۍ مو پر وفاقي حکومت پاتې دي. ډېر کلونه تېر شول چې موږ خپلې معاوضې ترلاسه نه کړې."

د ميرامشا بازار دوکاندارانو تر دې وړاندې هم څو ځلې د خپلو ړنګو شويو دوکانونو د معاوضو ترلاسه کولو لپاره احتجاجونه او غوښتنې کړې دي.

د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر ځانګړي سلاکار ملک نېک محمد د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډيو ته وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به دوکاندارانو ته د پاتې پیسو يوه برخه ورکړل شي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پر ضد د "ضرب عضب" په نوم عملیات وکړل. د هغو عملیاتو پر مهال د میرامشا بازار ړنګېدو تر څنګ د سیمې کورونو ته هم زیان رسېدلی وو او تر یو مېلیون زیات وګړي بې کوره شوي او له هغې ضلعې کډوال شوي ول.

د پاکستان حکومت تر عملیاتو وروسته خلکو ته د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه. چارواکي وایي چې د میرامشا بازار دوکاندارانو ته د هغوی د شوي تاوان مطابق معاوضه ورکول کېږي. د معاضې پیسې له ۱۰۰،۰۰۰ څخه نیولې تر ۱،۴۰۰،۰۰۰ روپيو پورې دي.

XS
SM
MD
LG