د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: د ګاډو پر کاروان برید او د ځواکونو ځوابي کاروایۍ کې د سرتېرو او مشکوکو وسلوالو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

تازه شو

د جنورۍ په پیل کې هم کورمې ته د مال لېږدوونکو ګاډو قافله د امنیتي اندېښنو له وجې ځنډېدلې وه - د جنورۍ څلورمې انځور.
د جنورۍ په پیل کې هم کورمې ته د مال لېږدوونکو ګاډو قافله د امنیتي اندېښنو له وجې ځنډېدلې وه - د جنورۍ څلورمې انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر برید وروسته شيعه مشرانو له حکومته د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.

د انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګښ د جنورۍ پر ۱۶مه پر قافلې تر برید څو ساعته وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې ریاست دې پر قافله په بريد کې د ککړو کسانو خلاف کاروايي وکړي او د ټل او پاړه چينار ترمينځ سړک دې هم د خلکو او د مال لېږدوونکو ګاډو د تګ راتګ لپاره پرانیزي.

نوموړي زياته کړه، که په درو ورځو کې يې غوښتنې و نه منل شوې، نو بيا به خپله تګلاره اعلانوي: "زموږ چې کومې لارې دي، په راراوانو درو ورځو کې دې له هره اړخه تر خوندې کولو وروسته ورته خوراکي توکي او د ضرورت نور شيان وررسول شي، که نه نور موږ یو قام یو او د یو قام له اړخه چې بیا کومه پرېکړه وشوه، ذمه وار به يې تاسو ياست."

حکومت لا د نوموړي د غوښتنې په اړه څه نه دې ويلي.

په بګن کې څه پېښ شول؟

په بګن کې د حملې او د امنیتي ځواکونو د ځوابي کاروایۍ د څرنګوالي په اړه وضعیت په بشپړ ډول روښانه نه دی.

خو د کواټ ډېوېژن یو لوړپوړي انتظامي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې پر قافلې په برید کې دوه امنیتي سرتېري ووژل او پینځه ژوبل شول.

دی وايي، په حمله کې دوه ډرېوران هم ووژل شول او وسلوالو څلور ډرېوران له ځانه سره یوړل چې وروسته یې وژلي دي.

د هغه چارواکي په خبره، کله چې وسلوالو حمله وکړه نو د قافلې په امنیت مامورو ملېشه او پولیس سرتېرو او امنیتي ځواکونو یې په شا د تمبولو لپاره غبرګون وښود او ډزې یې وکړې. دی وايي، په همدې حال کې امنیتي ځواکونو هم له هېلېکاپټرو پر بګن بازار، ټالو کونج او توی غاړه ډزې وکړې او د ډډ کمر له پوستې یې توغندي وویشتل چې پکې شپږ مشکوک وسلوال ووژل شول.

خپلواکو سرچینو لا د ځواکونو په کاروایۍ کې د مشکوکو وسلوالو وژنه نه ده تایید کړې.

په سیمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جنورۍ پر ۱۷مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو او پولیسو په ځوابي کاروایۍ کې څلور ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

دی وايي، په هغو کې دوه کسان، چې محمد دین او حاجي محمد اسحاق نومېدل، ځايي وګړي ول او دوه نور تبلیغیان ول چې د پاکستان له نورو سیمو ورغلي ول خو لا یې پېژندګلوي نه ده شوې.

محمد دین په بګن بازار کې دوکاندار وو او له کلونو راهیسې د مشال راډیو اورېدونکی وو. هغه به اکثر د مشال راډیو ژوندیو خپرونو ته ټېلېفون کاوه.

د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د نوموړي جنازه د جنورۍ پر ۱۷مه سهار ۱۱ بجې په درسمندو کې وشوه او هم هلته په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

په بګن کې یو ولسي مشر اقبال بادشاه مشال راډیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي کاروایۍ کې د یو ماشوم په ګډون پینځه تنه ژوبل شوي هم دي.

پر قافلې د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو چارواکي وايي چې پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.

چارواکي وايي، پر قافلې برید د جنورۍ پر ۱۶مه د کورمې په بګن کې وشو.
چارواکي وايي، پر قافلې برید د جنورۍ پر ۱۶مه د کورمې په بګن کې وشو.

د مال لېږدوودنکو ګاډو سوځول او لوټل

چارواکي او ځايي خلک وايي چې برید پر داسې مهال شوی چې د مال لېږدوونکو ۳۵ ګاډو قافله د جنورۍ پر ۱۶مه له ټل ښاره د پاړه چینار پر لوري د حرکت په حال کې وه.

په کورمه کې د پولیسو افسر وايي چې په برید کې ټول ۱۵ ګاډي سوځېدلي او لوټل شوي دي. دی وايي چې پولیسو یو بل ګاډی هم موندلی دی چې لوټل شوی خو روغ پاتې وو.

چارواکی وايي چې په هغو ګاډو کې یوازې ډرېوران او کلینران سپاره ول.

د پاړه چينار يو ځايي مشر ارشاد حسین بنګښ د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وويل چې په سامانونو بار ۳۵ ګاډي له ټله د پاړه چینار پر لوري ولېږدول شول چې ورڅخه یې دوه په لاره کې خراب شول او ولاړ پاتې شول.

دی وايي، ۱۷ ګاډي له سیمې څخه ټل ته ستانه شوي خو ټول په لاره کې لوټل شوي ول.

د ده په خبره، ۲۰ ډرېوران او کلینران هم ټل ته رسېدلي خو یوشمېر نور ورک دي او تر اوسه یې د ځای ځایګي پته نه ده لګېدلې.

په کورمه کې وضعیت

په کورمه کې تازه پېښه پر داسې مهال شوې چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.

د هغې موافقې په ۱۴ نکاتو کې د لويو لارو خلاصول او په ۱۵ ورځو کې د وسلو سپارلو تګلاره جوړول او سنګرونه ړنګول شامل دي.

په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

په سیمه کې د لارو بندېدو له وجې د خوړو، دواګانو او د ورځني استعمال د نورو شیانو سخت کمښت پیدا شوی دی.

د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG