د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

له زده کړو محرومې نجونې وايي کله چې اسلامي نړۍ تعلیم روا بولي نو طالبان د بندیزونو لپاره څه توجیه لري؟


افغان نجونې محصلانې چې نورې زده کړو ته نه پرېښودل کېږي
افغان نجونې محصلانې چې نورې زده کړو ته نه پرېښودل کېږي

له زده کړو راګرځول شوې افغان نجونې په "اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو" په اړه له دوه ورځنۍ ناستې وروسته، د طالبانو لخوا پر زده کړو د محدودیتونو پر دوام نیوکه کوي. دوی وايي کله چې نوره اسلامي نړۍ زده کړې روا بولي نو طالبان د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز لپاره څه توجیه لري؟

وروسته له هغه چې"په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو" په نړیوال کنفرانس کې په اسلامي هېوادونو کې له قید او شرط پرته د نجونو پر زده کړو ټینګار وشو، اوس له زده کړو یو شمېر بې برخې افغان نجونې وایي چې طالبان باید نور اسلام له زده کړو د دوی د راګرځولو لپاره پلمه ونه ګرځوي.

دوی د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې طالبان له اسلام دین نه د ځان په ګټه کار اخلي او ناسم یې تفسیروي.

له زده کړو راګرځول شوې دغه محصلانې او زده کوونکې له طالبانو غواړي چې نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړو ته پرېږدي.

د ښوونځي د اتم ټولګي یوه زده کوونکې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له زده کړو محرومې شوې او د موضوع د حساسیت له امله نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې طالبان باید نور د نجونو پر وړاندې د بندیزونو لپاره اسلام وسیله نه ګرځوي.

«ناوخته نه ده او هیله مند یو چې سرپرست حکومت نجونو ته خپل طبیعي حق ورکړي، دوه ورځې وړاندې چې په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه کومه غونډه جوړه شوې وه، ټول اسلامي هېوادونه په کې په دې اند وو چې له زده کړو د نجونو محرومول دیني اړخ نه لري، خو نه پوهېږم چې د دې موضوع سربېره د افغانستان اوسنی حکومت ولې دیني اړخ ورکوي؟»

د کابل پوهنتون د ژونالیزم پوهنځي پخوانۍ محصلې مریم مهري ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، طالبان له دې حقیقته چې زده کړې د نجونې شرعي حق دی، تښتي.

«هېڅ اسلامي هېواد نجونې له زده کړو نه دي راګرځولي، موږ له دې داسې پایله اخلو چې طالبان د اسلام ادعا کوي خو په رښتیني اسلام عمل نه کوي، دوی نه له منطقي اړخه (د خپلې پرېکړې) دفاع کولای شي او نه له اسلامي اړخه، یوازې یې د تېښتې لاره غوره کړې او سکوت یې کړی.»
یوه پخوانۍ محصله

په “اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو” په اړه د نړیوال دوه ورځني کنفرانس اعلامیه کې چې تېره ورځ پای ته ورسیده، له ټولو اسلامي هېوادونو او سازمانونو غوښتل شوي چې د نجونو د زده کړو ملاتړ دې وکړي.

اسلام اباد کې نړیوال کنفرانس
اسلام اباد کې نړیوال کنفرانس

اعلامیه کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د حقونو په اړه ۱۷ بېلابېل وړاندیزونه شوي او ګډونوال سازمانونه او هېوادونه یې پر عملي کولو مکلف کړي دي.

د کنفرانس اعلامیه کې څه راغلي؟

له جنسیتي توپیر پرته د نجونو زده کړې، پر ملي او نړیواله کچه او د نجونو د هر ډول دیني او عصري ښوونې او روزنې د معیارونو لوړول، د ښځو او نجونو د زده کړو او حقونو لپاره د نړیوالو پر مرستو ټینګار، د بې وزلۍ، جګړو او ټولنیزو ننګونو له امله له زده کړو پاتې نجونو لپاره د زده کړو فرصتونه برابرول، د وړیا تحصیلي بورسونو په پام کې نیول او د نجونو د زده کړو د اهمیت په اړه د پوهانو، عالمانو، امامانو او مشرانو له لارې د پوهاوي کمپاین او تعلیمي پروګرامونو پیلول د دغې اعلامیې له مهمو ټکو دي.

په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه دوه ورځنۍ ناسته” له ۴۴ اسلامي هېوادونو د ۱۵۰ استازو ، د اسلامي هماریو سازمان، نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، علماوو، امامانو، مذهبي مشراتو او د زده کړو د حقونو د فعالانو په ګډون د روانې اونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې جوړه شوې وه.

که څه هم طالبانو ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه خو دوی په کې ګډون نه و کړی.

سره له دې چې د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي کړي، د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان (یونیسکو) پنځه میاشتې وړاندې وویل چې طالبانو له زده کړو د ۱.۴ میلیون نجونو په محرولو سره د یو نسل راتلونکي له خطر سره مخ کړی دی.

یونیسکو ویلي چې په تېر یو کال کې ۳۰۰ زره نورې نجونې هم چې ۱۲ کلنې شوي او شپږم ټولګي یې پای ته رسولي، په دغه شمېر به ور اضافه شي.

XS
SM
MD
LG