د ایران په بېلابېلو ولایتونو کې پر افغان کډوالو د د وضع شویو محدودیتونو په دوام، د دغه هېواد په کرمان ولایت کې یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي چې د ایران حکومت په یاد ولایت کې د افغانانو بانکي حسابونه تړلي او درانه مالیات یې پرې وضع کړي دي.
مشخصه نه ده چې څومره اندازه مالیات د افغانانو پر بانکي حسابونو مالیات لګول شوي دي.
د افغان کډوالو غوښتنې
د ایران په کرمان ولایت کې مېشت افغان کډوال عبدالحی وایي، په بانک یو اندازه پیسې لري خو په خبره یې کله چې برانک ته ورغلی هلته ورته ویل شوي ولاړ دې شي او لومړی دې د خپلو پیسو مالیات پرې کړي.
ده د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په داسې حال کې چې خپلو پیسو ته بې شدیده اړتیا ده خو په خبره یې بانک پیسې نه ورکوي.
"زه په بانک کې پیسې لرم خو زما اکونټ یې تړلی دی او فعلا له ستونزې سره مخ یم، خو څوک مې خبره نه اوري، دا هغه پیسې دي چې موږ پرې کار کړی زحمت کاږلی او زموږ د روزګار د مصارفو لپاره دي، دوی اوس مالیات غواړي او وایي چې تاسو مخکې له حسابه استفاده کړې او باید مالیات یې هم ورکړئ".
زه په بانک کې پیسې لرم خو زما اکونټ یې تړلی دی او فعلا له ستونزې سره مخ یم، خو څوک مې خبره نه اوري، دا هغه پیسې دي چې موږ پرې کار کړی زحمت کاږلی او زموږ د روزګار د مصارفو لپاره دي، دوی اوس مالیات غواړيپه کرمان کې افغان کډوال عبدالحی
په کرمان ولایت کې یو بل افغان کډوال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي او خپل بانکي حساب یې لغوه کړی په دې اړه یې داسې معلومات شریک کړل،
"زما حساب تش وه او دا حسابونو د هغو کسانو تړل شوي چې کار یې کاوه یا هم د سوداګرۍ په حال کې وه او پیسې یې په حسابونو کې بندې شوې دي، دوی ته یې وویل چې باید مالبات ورکړي، د ټولو افغان کډوالو کارتونه یې بند کړي دي، کله چې یو کډوال بانک ته ورشي ورته وایي د مالیلتو ادارې ته ولاړ شئ، ډېر درانه مالیات یې پر وضع کړي دي".
د دغو کډوالو په خبره، هغه کسان چې د خپلو بانکي حسابونو د کنګلېدو د لغوه کولو لپاره بانکونو ته ورغلي، مالیاتي ادارو ته ورپېژندل شوي.
د ایران په کرمان ولایت کې مېشت افغان کډوال ادعا کوي چې دا کړنلاره پرې له وړاندې د هېڅ ډول خبرتیا پرته او نا څاپي توګه پلي شوې او د دوی ژوند یې د پلم وړ توګه ګډوډ کړی دی.
په ایران کې د یو شمېر مېشتو افغانانو د معلوماتو له مخې، د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۴مه) د یو میلیون ایراني تومانو بیه ۸۶۰ افغانیو سره برابره ده او دغه راز د یو میلیارد تومان بیه بیا ۸۶۰ زره افغانۍ ده.
په کرمان کې دا افغان کډوال د ایران له دولت په دې هېواد د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان له سفارته د دغو ستونزو د حل په اړه د اقدام غوښتنه کوي.
دا اقدام داسې وخت کېږي چې ایران د دغه ولایت په ځینو برخو کې د افغان کارګرو پر ګمارنې بندیز لګولی او د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې شدیده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته میلیونونه افغانان ایران ته کډه شوي دي.