د روغتیا نړیوال سازمان، د افغانستان سړې هوا ته په پام د زیانګالو خلکو د ساتنې او روغتیا لپاره لارښوونې خپرې کړې دي. د دې سازمان د افغانستان څانګې تر دې سرلیک لاندې چې "په سړه هوا کې څه باید وشي؟" یو لارښود د ټولنیزې رسنۍ، ایکسپاڼې/پخوانی ټویټر له لارې خپور کړی او پکې ویلي یې دي چې سړه هوا په ځانګړې توګه د زیانګالو خلکو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کوي.
سازمان ټینګار کوي چې د دې اغېزو د کمولو او د خلکو د روغتیا د خوندي کولو لپاره یو لړ تدابیر پکار دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې خلک باید د هوا د وضعیت وړاندوینو او خبرداریو ته پام وکړي، مناسبې تودې جامې واغوندي، کافي مایعات وڅښي خو له ډېرو سړو مشروباتو او په یخه هوا کې د اوږدې مودې لپاره له پاتې کېدو څخه ډډه وکړي.
دا اداره زیاتوي چې د سړې هوا د اغېزو د مخنیوي لپاره باید په منظم ډول تاوده خواړه وخوړل شي، له تنباکو کارولو ډډه وشي ځکه چې دا د سړې هوا ناوړه اغېزې زیاتوي، او که د پخلي لپاره د لرګیو، ډبرو سکرو او ګازو څخه استفاده کېږي، باید د خونې دننه هوا په منظم ډول بدله شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ډېر زیانګالي خلک وايي چې د کافي خوړو او اړینو خدماتو د نشتوالي له امله د ژمي په سړه هوا کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
د کابل یوه اوسېدونکي، چې رحیم نومېږي، ازادۍ راډیو ته وویل:
«زه د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرست یم. تر اوسه مې آن د یوه لرګي د اخیستو وس نه دی پیدا کړی. موږ په درې وختو کې یوازې د یو وخت ډوډۍ، هغه هم په ډېرو ستونزو پیدا کوو. په نړیوالو مرستو کې هم څوک زموږ خیال نه ساتي. باور وکړئ زموږ ناروغان له ژونده بې برخې کېږي ځکه موږ پیسې نه لرو. ډاکتر او دوا نشته، زموږ ماشومان او ښځې تودې جامې او بوټونه نه لري، په دې واورو او یخنۍ کې یبلې پښې ګرځي.»
په کابل کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر فریدون ځدراڼ وايي چې د ژمي په موسم کې د تنفسي ناروغیو لکه سکاروی (سینه بغل)، زکام او نزله ډېره عامه ده. هغه ټینګار کوي څوک چې سفر کوي باید لازم وسایل له ځان سره ولري ترڅو د لارې د بندیدو په صورت کې خپل ځان له سړې هوا څخه وساتي.
"که ممکنه وي تاوده مایعات په ترموز کې او خواړه له ځان سره ولري. په ځانګړې توګه په سالنګونو کې، هر کله چې ورښت زیاتېږي امکان شته چې لارې بندې شي. په داسې حالت کې هڅه وکړئ چې کمپله له ځان سره ولرئ."
د سره صلیب نړیوال کمېټې او د سره میاشت ټولنو فدراسیون په خپل راپور کې چې د تیرې چهارشنبې په ورځ یې (د مرغومي ۱۹مه نېټه) خپور کړ، ویلي چې لږترلږه په ۱۸ ولایتونو کې (۳ لکه ۲۵ زره ۲۰۵ تنه) ۳۲۵,۲۰۵ د وروستۍ یخنۍ د څپې له امله اغېزمن شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو څارویو مړینې د خلکو پر اقتصاد سخت اغېز کړی دی.
اوچا یا د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یوه اوونۍ مخکې ویلي و چې په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۲۲.۹ میلیونه افغانان یا د افغانستان نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.